لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان کډوال وایي اووه کاله وروسته غواړي خپلو سیمو ته ستانه شي


د اووہ کالو نه بې کوره دشمالي وزیرستان کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستنیدل غواړي اؤ وایي اووه کاله يې د کډوالۍ ژوند وکړو بيرته تګ ته په تمه دي خو د حکومت لخوا ورته هيڅ ځواب نه ويل کیږي.

دقبايلي ضلعې شمالي وزيرستان د دته خیل، لوړه منډۍ او شوال نه د کال 2014 په نيمايي کۍ د ضرب عضب پوځي عملياتو څخه کډوال شوي ډېری کسان وايي اوس د سختو ستونزو سره ژوند کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې دپاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې دضرب عضب عملیاتو وروسته دغه سېمې د ترهګرو نه پاکې شوي او دغلته یو شمیر پرمختیايي پروژې هم سر ته رسیدلي.

حکومت بیا بیا د کډوالو د ستنیدو اعلانونه هم کړي خو اوس هم ددغو قبایلي سیمو یو شمیر کورنۍ د کډوالۍ سخت ژوند تیروي.

فتح الله نومې تن وايي د شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې بې کوره شوی او اوس په بنو کې دکډوالۍ ژوند تیروي.

هغه وایي د تیرو اووه کلونو نه بې کوره دي څلور کاله وړاندې دوئ ته د واپسې نه ویل شوي وؤ خو تر اوسه د دوئ علاقو ته د واپسۍ عمل شروع نه شو.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په کډوالۍ کې سخت په تکليف کې دی اؤ د دوئ دبیرته تګ دپاره دې په سمدستي ډول ګامونه پورته کړی شي.

د افتونو د مخنیوي اداره پي ډي اېم ای وایي، د جګړو او پوځي عملیاتو په نتیجه کې د شمالي وزیرستان 15200رجسټر کورنۍ تر اوسه لا هم بې کوره دي .

دا اداره وایي هغه کورنۍ چې رجسټرډ نه دي تر دې څو چنده زیاتې دي. او دوئ ته په دې کډوالۍ کې د نړیوالو په ملاتړ د امداد لپاره پیسې ورکړل کیږي.

د شمالي وزيرستان مداخېل قوم رحمت وزیر چې د کډوالو لپاره کار کوي وي او ای ډيوه ته يې وويل کډوال د بنو او د پولې پورې غاړې افغانستان کې اوس د سختو ستونزو سره ژوند کوي. د کډوالۍ ژوند ستومانه کړي او بايد حکومت هغوئ خپلو علاقو ته واپس کولو د پاره زمينه برابره کړي.

هغه وویل دلته زمونږه تعليم هم خراب شوی دی او چې هلته خپل کورونه اباد کړو نو دغه به غوره وي.

پي ډي اېم اې وایي دشمالي وزیرستان بې کوره شویو کورنیو ته هره میاشت هرې رجسټر شوې کورنۍ ته 12000 روپۍ د خرڅ او اته زره روپې د خوراک دپاره ورکول کېږي خو غیررجسټرډ کورنۍ ترې محرومه دي.

ډيوه سره خبرو کې د پي‌ ډي ایم ای ویاند احسان داوړ ویلي، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د شمالي وزیرستان ټول پاتې بې کوره شوي خلک به کله خپلو سیمو ته ور ستانه شي، خو وایي څومره زر چې کېدی شي د خلکو د ستنولو پلان به جوړوي.

د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې د وزیرستان څخه په زرګونو کورنۍ افغانستان ته هم تللې وې چې اوس مهال ډېری په خوست کې د ګلان په نوم د کډوالو په کمپ کې اوسيږي.

په سیمه کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل دغه کډوال شوؤ خلکو کې د زياترو تعلق د هغو سیمو سره دی چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي او په پوله پرتو علاقو کې اوس هم د تندلارو پرضد عمليات کيږي.

هغه وویل د دوی په بېرته ستنولو کې لوئ خنډ د خړ کمر پېښه ده چې کله دغه پېښه وشوه د هغې وروسته دغلته ناامني سېوا شوه

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG