لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا پولیس وایي دافغانستان دوضعیت دبدو اغېزو مخنیوي ته چمتو دي


د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي پولیس په صوبه کې د افغانستان د حالاتو نه دپېدا کيدونکو اثراتو یا اغېزو مخنيوي د پاره چمتو دي.

څيړونکي وايي که په افغانستان کې دطالب وسله والو فعاليتونه زياتيږي نو اغېزې به یې په پاکستان او په ځانګړي ډول په خېبر پښتونخوا کې د تندروۍ زياتيدو په شکل کې ليدل کيږي.

د خيالي په ورځ پېښور پرېس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې معظم جاه انصاري وويل پاکستان او افغانستان ګډه اوږده پوله لري او تېرو وختونو کې هم د افغانستان د حالاتو اغېزې په پاکستان کې ليدل شوي دي، دا ځل دوئ ټول وضعیت باندې نظر ساتلی او په ممکنه اثراتو هم خبر دي.

"د مخکې په پرتله دا ځل مونږ ډير تيار يو،پوله باندې زمونږ کنټرول زيات شوی دی، د پولې په زياته برخه ازغن تار لګول شوی او د نورو خلکو راوښتل ګران شوي دي"

د پوليسو مشر دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمېنځه نښتې سېوا شوي دي او څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو فعاليتونو زياتيدو سره د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو مورال لوړیږي او امکان دی چې هغوئ خپل بريدونه زيات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تحقيقي ادارې سي ار ايس ايس په خپل تاره رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د اپریل نه تر جون مياشت پورې د تشدد پېښو کې ۲۰۳ تنه وژل شوي او ۹۵۰ نه زيات ژوبل شوي دي۔

رپورټ کې ويل شوي په دغو درېوؤ میاشتو کې په خېبر کي ۳۵ او قبایلي ضلعو کې ۳۹ تنان وژل شوي دي.

څيړونکی او خبريال رفعت اورکزی وي او ای ډيوه ته ویلي په افغانستان کې د بدليدونکو حالاتو اغېزې به په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زياتې ليدل کيږي او امکان لري چې پاکستاني طالبان خپل فعاليتونه زيات کړي۔

د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي د پاکستان او افغانستان په پوله ازغن تار لګول د امنيت وضعې ښه ساتلو کې ګټور ثابت شوي دي.

د پاکستان د فوځ وياند ميجر جرنل افتحار بابر هم تېره ورځ پاکستاني ميډيا سره په خبرو کې ويلي د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو نوي فيصده کار سر ته رسيدلی او موجوده د پولې دامنيت طريقه کار د وړاندې په پرتله تر ډيره حده ښه شوی دی.

پاکستان او افغانستان تل په يو بل د وسله والو ډلو د مرستې کولو تورونه لګوي.

افغانستان وايي ملکي ځواکونو سره جنګيدونکو طالبانو ته پاکستان مرسته ترلاسه ده او د زياترو طالب مشرانو کورنۍ هم پاکستان کې ميشته دي.

بلخوا پاکستان وايي دپاکستان دننه بريدونه کوونکي پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او د هغه ځائ نه په پاکستان کې بريدونه پلان کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG