لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي: د بس په ټکر کې د پاکستانيانو او افغانانو په ګډون 12 تنه مړه شوي


د ترکي چارواکو ویلي د هېواد په ختيځ کې يو مسافر بس په ټکر شوی چې پکې 12 تنه مړه شوي دي، په مړه شوو کې پاکستانيان، افغانيان او بنګاليان شامل دي.

رويټرز خبري ادارې ويلي، بس د ايران د پولې سره نزدې د پېښې ښکار شوی او د غورځېدو وروسته پرې اوور لګېدلی دی،

ويل شوي په پېښه کې د مړو او ژوبلو پېژندګلو په سمدستي ډول نه ده شوې خو د بس مالک نيول شوی دی.

د پاکستان، افغانستان او بنګله دېش نه د غربت او امنيت له کبله د زرګونو په شمېره کې خلک په غېر قانونه توګه يورپ ته د تلو هڅې کوي او په سختو لارو ځانونه یورپ ته رسوي.

خو په دغو کسانو بيا کې ډېر په لارو کې د پېښو هم ښکار شي او ځينې پکې ژوند د لاسه ورکړي.

د 2017 د دسمبر په مياشت کې د پاکستان څخه يورپ ته تلونکي کسان چې په غېر قانونه توګه تلل د يونان د امنيتي ځواکونو لخوا 23 پاکستاني په ډزو وژل شوي وو.

هغه وخت په يونان کې د پاکستان سفير ويلي وو يونان او يورپ ته په ځانګړي ډول د پنجاب صوبې د منډي بهاؤالدين، ګوجرانواله، ګوجرات او سيالکوټ څخه انسان قاچاق کيږي.

هغه ويلي وو په غېر قانوني تلونکي ونيول شي او ځينې پکې سياسي پناه وغواړي، د بې روزګارۍ او تنګسيا نه دوي بيا د جرايم پېشه ؤ په لاس ورشي هغه ورسره يورپ ته د رسولو ژمنې وکړي خو ډېر پکې په لاره ژوند د لاسه ورکړي.

سفير دا انکشاف هم کړی وو چې قاچاق شوي خلک زیاتره د جنايتونو ښکار شي، او د 18 کالو نه کم عمره پاکستاني هلکان او د منځني عمر جينکۍ" هر ماښام د جنسي تيري په موخه په عامو ځايونو کې د سودا دپاره موجود وي".

د پاکستان او افغانستان څخه زیاتره کسان د ايران او ترکي په لار يورپ ته د تلو هڅه کوي او د ترکي نه بيا زياتره کسان د سمندر د لارې ځان يورپ ته رسوي او په سمندر کې هم دغه کشتۍ وخت په وخت د پېښو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG