لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:افغانستان کې به یوازې دامن برخه یو،دشخړې برخه نه جوړیږو


دافغانستان په اړه دپاکستان په تګلاره دهیواد دننه اؤ بهر دسیوا شوؤ نیوکو نه وروسته پاکستان ویلي یوازې دافغانستان په امن کې به برخه وال وي اؤ نور به دهیڅ رقم شخړې برخه نه جوړیږي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر چوهدري فواد یو مطبوعاتي کانفرنس اؤ بیلابیلو پاکستاني رسنیو سره خپلو خبرو کې ویلي پاکستان دخپل نفوذ څخه په استفاده طالبان امریکه سره مذاکراتو ته کښېنول،بیا یې هغه حکومت سره طالبان خبرو ته اماده کړل چې طالبان یې منلو ته هم تیار نه وؤ.

هغه ویلي اوس به هم پاکستان هڅه کوي چې معامله د امن په لوري روانه شي ځکه چې دیوې ډلې واکمنۍ ته په رسیدو ستونزه نه هواریږي.

په دې وروستیو کې دپاکستان صدر عارف علوي،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،شیخ رشید اؤ فواد چوهدري دطالبانو په پلوۍ ځېنې داسې څرګندونې کړي چې په ټولنیزو رسنیو ورته سخت غبرګون ویل شوی اؤ دا دحکومت داتګلاره یې دافغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

دپاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي طالبان ډير هوښیار اؤ‌ځرک خلک یاد کړي دي چې په دې دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تیره ورځ پارلیمان کې هم سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې که طالبان په رښتیا دومره هوښیار اؤ ښه خلک وي بیا دې دپاکستان ریاست هم هغوئ ته وسپارل شي.

چوهدري فواد وایي پاکستان دافغانستان په بدلیدونکي وضعیت ژور نظر لرلی دی اؤ هڅه کوي چې کابل کې په سوله ییز ډول دټولو خواؤ په خوښه یو داسې حکومت جوړ شي چې په وړاندې تګ وکړی شي.

خو هغه بیا زیاتوي” که چرې داسې ونه شول نو هم به پرې نه ښودل شي چې ددې بدې اغېزې تر پاکستان راورسیږي ، زمونږ افغان پالیسي دپاکستان په ګټه ده”

په دې وروستیو کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم طالبانو افغانستان کې بریدونه پیل کړي اؤ دعوې کوي چې دافغانستان په ۸۵فیصدي خاوره یې خپل تسلط ټینګ کړی دی.

افغان دولت دطالبانو دا دعوې ردوي اؤ تور لګوي چې طالبان داسلام اباد لخوا بریدونو ته هڅول کیږي.

خو دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر بیا دا تورونه رد کړي اؤ پخپل یو ټویټ کې یې ویلي چې دپاکستان سیاسي،پارلیماني قیادت افغانستان کې دمداخلې نه کولو اصولو ته ژمن دی.

هغه ویلي دپاکستان زمکه دافغانستان په ضد نه کارول کیږي اؤ هېله ده چې دافغانستان دخاورې څخه به هم دپاکستان په ضد استفاده ونه شي.

دافغان چارو څېړونکي وتلي خبریال طاهر خان پخپل یو وروستي ټویټ کې دپاکستان په افغان تګلاره دنیوکو په ترڅ کې ویلي وؤ دخپلې افغان پالیسۍ پسر پاکستان دنړۍ څخه یوې جلا ډډې ته ودریدلی دی.امریکا اؤ افغانستان ترې خفه دي اؤ طالبان هم اوس روس اؤ‌ ایران ته ارزښت ورکوي.

XS
SM
MD
LG