لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دطالبانو دپرمختګونو اغېزې به په خیبر پښتونخوا څه وي؟


د دفاعي چارو کارپوهان وايي څنګه څنګه چې په افغانستان کې د امنیت وضع خرابېږي او یا هلته طالبان په قدرت کې راځي هم داسې به ورسره په پاکستان او په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې امنيتي حالات خرابېږي.

دوئ دا هم وایي چې د پاکستان او افغانستان په شريکه پوله غځېدلی ازغن تار د ترهګرو مخه نه شي نيولی او ویره ښي چې داعش او لاقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې يو ځل بيا په پاکستان کې امنیت ته جدي ګواښ جوړېدی شي.

د امنيتي چارو څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډییر رېټاېرډ سعيد نذير وايي څنګه،څنګه چې په افغانستان کې د امن وضعه خرابېږي نو دهغې بد اثرات به په پاکستان او په ځانګړي ډول په خېبر پښتونخوا په صوبه پریوځي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي ترهګر به د هېواد هغه سيمې په هدف کړي کومې چې د مخکې نه ترهګرۍ سختې ځپلې دي.

هغه وايي، هرڅو که پاکستان د افغانستان سره په شريکه پوله ازغن تار لګولی دی خو دا دترهګرو لارې نه شي نيولی.

دغه پخوانی لوړ پوړی پوځي افسر زیاتوي تر څو چې ترهګرو ته سهولت کارى، پېسه او نورې اسانۍ رسیږي نو ښکاره ده چې په داسې حالاتو کې به دتحريک طالبان پاکستان، احرار او د داعش وجود دلته نور هم په ښکاره ليدل کېږي او دا هم کېدی شي چې دوئ ځانمرګي بريدونه هم شورو کړي.

څه ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د هېواد په قبایلي ضلعو کې د هدفي وژنو په سېوا شوؤ پېښو اندېښنه ښکاره کړې وه او د ترهګرۍ په زياتېدونکو پېښو بحث لپاره یې د پارليمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې وه.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي وؤ چې په صوبه کې د افغانستان د حالاتو نهد پېدا کېدونکو اثراتو د مخنیوي لپاره تیار يو او د هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري هم وېلي که په افغانستان کې حالات سم نه شول نو د هغې بد اثرات به په پاکستان غورځېدو ته پرې نه ږدي.

د افغانستان او خېبر پښتونخوا په امنیتي چارو نظر لرونکی خبريال او څېړنکار ښاغلی رفعت اورکزی ډيوه ته وايي د تېر يونېم کال راهیسې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د امنیت وضعه ښه نه ده.

دی وايي ددې لویه وجه د افغانستان صورتحال او د تحريک طالبان پاکستان د سیوري لاندې د بېلابېلو ترهګرو ډلو راغونډېدل دي او زياتوي چې د پاکستان لپاره به په دغه چلېنج کې نوره هم اضافه کېږي.

نوموړی وايي څومره چې په افغانستان کې طالبان طاقت مومي او یا هغوئ په اقتدار کې راځي هم داسې به ورسره په پاکستان کې د امن او ثبات صورتحال هم خرابېږي ولې چې د سيمې د ترهګرو تنظيمونو منبعه افغان طالبان دي.

تحقيقي ادارې سي ار ایس ایس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې د اپریل نه تر جون میاشتې پورې د تشدد په پېښو کې 203 تنان وژل شوې دي.

رپورټ وايي د تشدد په دغو پېښو کې 35 کسان په خېبر پښتونخوا او 39 کسان د هېواد په قبایلي ضلعو کې وژلې شوې دي.

پرون هم د پاکستان پوځ ويلي وؤ چې په قبایلي ضلعه کرمه کې د عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته کې دوه پوځيان او درې ترهګر وژل شوې دي.

له دې څو ورځې مخکې هم د جولایي په دريمه نيټه د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په سپين وام تحصيل کې د پاکستان په امنيتي سرتېرو برید کې درې پوځیان هم وژل شوې وؤ.

XS
SM
MD
LG