لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان لخوا دمرورو بلوڅانو دپخلا کولو په بیان سینیټ کې تود بحث شوی


دپاکستان د وزير اعظم عمران خان لخوا دبلوڅ وسله والو سره خبرو باندې دغور کولو د بيان پسر پارليمان کې بحث دوام لري او دحکومت مخالفه پيپلز ګوند سينيټر رضا رباني د بلوچستان د شخړو سياسي حل لپاره دسيڼيټ دځانګړې کميټې دغونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

ملت پاله بلوڅ پارليماني غړي د وزيراعظم په بيان انديښنې لري او تور لګوي چې کوم وزير اعظم دقامي اسمبلۍ دقايمه کميټې مشرتوب يو بلوڅ ته نه ورکوي هغه به د وختونو مرور بلوڅان څنګه پخلا کړي؟

دوئ دريځ خپل کړی که وزيراعظم سنجيده دى نو دبلوچستان دشخړو هواري لپاره دې دپوځ په سلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ،محمود خان اڅکزي او اسفنديار ولي باندې ګډه دري کسيزه او بااختياره کميټي جوړه کړي اؤ دې کمیټې ته دې بلوچستان د کشالى هواري لپاره دپريکړو واک ورکړي.

دسينيټ غونډى ته وينا کې دحکومت مخالفه پيپلز ګوند غړي رضا رباني ويلي د دوئ د واکمنى په ګډون تيرو وختونو کې د بيلا بيلو حکومتونو لخوا دبلوچستان لپاره اعلان کړى شوې معاشي پروژى او مراعات د اړي ګړي ښکار ددغه صوبې حالاتو پځائ کولو کې ګټورې نه دي ثابت شوې.

رضا رباني وويل بلوچستان د سياسي حل لپاره ژړا فرياد کوي او هغه د سينيټ مشر صادق سنجراني څخه په دې اړه د ځانګړي کميټې د غونډه رابللو غوښتنه کړې ده.

د سينيټ غونډې ته وينا کې دبلوڅ ملت پله نيشنل ګوند غړي طاهر بزنجو د رضا رباني د وړانديز هر کلى کړی دی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل که وزير اعظم سنجيده وي نو د باور د بحالۍ لپاره دې وړومبی د بې درکه تنانو شخړه هواره کړي.

طاهر بزنجو زياته کړې که وزير اعظم عمران خان بلوڅ ملت پاله ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او اسفنديار ولي خان باندې ګډه درې کسيزه کميټي جوړه کړه او پوځي اسټيبليشمنټ ورته د پريکړو واک ورکړو نو دا کميټي د بلوچستان د شخړو هواري کى مهم کردار لوبولى شي.

مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند پخوانى اتحادي بل ملت پاله ګوند بي اين پي يا بلوچستان نيشنل ګوند سره تړاؤ لرونکی دقامي اسمبلى غړی اغا حسن بلوڅ د وزير اعظم عمران خان په بيان بې باوري ښایي.

تيره ورځ داسمبلى غونډې ته وینا کې هغه تور لګولى چې وزير اعظم عمران خان هغه (آغا حسن بلوڅ) د قايمه کميټې د مشرولۍ نه لرې کولو لپاره پخپله سازش کوي ځکه هغه ددې منصب نه استعفا ورکوي.

نوموړي وويل چې کوم وزير اعظم دقامي اسمبلۍ د قايمه کميټۍ د مشرولۍ په څوکى يو بلوڅ نه شي زغملى هغه به د وختونو مرور بلوڅانو څنګه پخلا کړي اؤ محرومۍ اؤ ګېلې به یې څه ختمې کړي.

بل اړخ ته د چهارشنبې په ورځ د سینيټ غونډه کې د حکومت مخالفه پيپلز ګوند غړو د مرکزي وزير علي امين ګنډا پور لخوا پخواني وزير اعظم ذوالفقار بوټو ته دغدار ويلو دبيان په ضد سخت احتجاج کړی دي او د غونډى د کاروایۍ نه یې باېيکاټ کړی دی.

د پيپلز ګوند سينټرانو ویلي حکومتي وزير ته شرم پکار دى چې ذوالفقار بوټو ته د پاکستان غدار وايي ولې چې هغه د هيواد د ايټمي پروګرام بنسټ اېښودى ؤ او د هند د ولقې نه یې يو لک بندي پاکستاني پوځيان بيرته راوستى وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG