لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: چاودنه کې د پوځ يو افسر او سرتيری وژل شوی


د پاکستان د بلوچستان صوبې په ساحلي علاقه پسني کې د پوځ په ګاډي چاودنه شوې چې پکې يو پوځي افسر او يو سرتيری وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ (15 جولايۍ) ویلي د پسنې سره نزدې په خدا بخش بازار کې په ځمکه کې ښخ بم چاودنه کې کېپټن افنان او سپاهي بهادر زمان وژل شوي دي.

په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

پوځ ويلي دا د هغو عناصرو کار دی چې د دښمن استخبارات يې په شا دي.

پوځ ویلي د بلوچستان امن به خرابېدو ته نه پرېږدي.

په بلوچستان صوبه کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې دوه ورځې وړاندې په 13 جولايۍ د پاکستان پوځ ويلي وو په قبايلي ضلع کرمه کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې يو پوځي افسر او سپاهي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

پوځ ویلي وو د ترهګرو سره په نښته کې 25 کلن کېپټن باسط او 22 کلن حضرت بلال وژل شوي او درې ترهګر هم وژل شوي وو.

پاکستان کې په وروستيو کې په قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې د امنيتي ځواکونو په نخښه کېدو او نښتو پېښې سېوا شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې په کوټه کې د پوځ په کاروان يوه چاودنه کې پينځه سرتيري ژوبل شوي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو د دغه بريد تور په هند لګولی وو.

پوځ ويلي دغه بريد لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي کړی او يادې ډلې دعوه کړې وه په بريد کې يې څلور پوځي سرتيري وژلي او شپږ ټپيان کړي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG