لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان داخله وزیر وایي کوټه کې دطالبانو په پلوۍ جلوس ویستل دخلکو حق دی


د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ميرضيا لانګو وايي په بلوچستان کې د افغان طالبانو په حق کې جلوس کول د خلکو جمهوري حق دی۔

نوموړی وایي دپاکستان دننه یوازې دافغان طالبانو په پلوۍ جلوس نه دی ویستل شوی بلکې تر دې وړاندې هم دلته خلکو دکشمیر اؤ فلسطین په پلوۍ جلوسونه ویستلي دي.

په دې وروستیو کې په پېښور اؤ کوټه کې دطالبانو په پلوۍ لاریونه شوي چې په ټولنیزو رسنیو سیاسي مشرانو اؤ ټولنیزو فعالانو دې ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا عمل یې افغانستان کې دپاکستان دلاسوهنې په مانا بللې دی.

دپاکستان د یو شخصي ټيلي ویژن سماء سره خبرو کې ښاغلي ضیاء لانګو ویلي

"ګوره دلته پرون يو لاريون شوی ؤ،دا خو که په کشمېر کې مسئله وي که په فلسطين کي مسئله وي د هغوی خواخوږي خو د دنيا په هر کونج کې وي چې د هغوی لپاره لارويونونه کوي"

هغه وایي "دا يو حقيقت دی چې د طالبانو حمایت کوونکي زموږ په سرحدي سيمو کې شته،هغه خوښوي،د هغوئ د حکومت د راتللو په خوښۍ کې هغوئ لاريون کړی دی،په کوم کې چې هغوی کوم داسي عمل يا خبرې نه دي کړې چې پر هغه دې بنديز ولګول شي،زما پر خيال که يو څوک چېري يو لاريون کول غواړي نو دا دوی جمهوري حق دی"

ضيا لانګو وایي دا يوازي د افغان طالبانو په حق کې نه،دلته د فلسطين او کشمېر په حق کې هم خلک جلسونه راباسي او دا دوئ جمهوري حق دی،

نوموړي وويل چې حکومت د جلوس ويستونکو پر ضد ځکه کومه قانوني کارروايي نه کوي چې هغوئ د پاکستان خلاف کوم عمل نه دی کړی.

"دلته داسې سياسي ګوندونه هم شته چې هغوئ د طالبانو په حق کې خبرې کوي،هغه د دوی يو جمهوري حق دی،هم دغه ډول چې کوم خلک په چمن کې او په افغانستان کې اوسي،دا يو حقيقت دی،نو هغوی د طالبانو د حکومت د راتللو په حق کې يو لاريون را ويستلی ؤ،هغوی هيڅ ترهګريز عمل نه دی کړی،د رياست (پاکستان) خلاف هغوئ کومه خبره او کوم غېر جمهوري عمل نه دی کړی،چې موږ د هغوی پر ضد قانوني کاروايي وکړو"

په کوټه کې ميشت وتلی څېړونکی اؤ د پاکستان د خبريالانو د اتحاديې پي ايف يو جی مشر شهزاده ذولفقار وايي چې دا خبره رښيا ده چې دلته ډېری افغان کډوال مېشت دي، هغوئ د طالبانو سره خواخوږي هم لري خو د هغه په خبره د افغان طالبانو په حق کې جلوس راويستل او د هغوئ په اړه دا ويل چې دا دهغوئ جمهوري حق دی دا ښه عمل نه دی.

دوه ورځې وړاندې دچهار شنبې په ورځ په کوټه کې جلوس د جميعت علما اسلام نظرياتي ګوند د غړو له لوري ويستل شوی ؤ، د جمعيت علما اسلام نظرياتي پاکستان د اطلاعاتو مرکزي سیکرېټري سيد عبدالستار شاه چشتي ډيوه ته ویلي وؤ چې په ښار کې جلوس دوئ را ايستلی،

د چشتي په خبره يوازې جلوس نه بلکې دوئ د خوښۍ لډوګان هم په خلکو کې ويشلي۔

ستار چشتي زياته کړې وه چې شاه وخوا شل کاله وروسته د طالبانو له لوري د پاکستان او افغانستان سرحدي سيمه سپين بولدک ويش بازار نيول کېدو په خوښی کې يې دا خوشحالۍ لمانځلې۔

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د نهې/سه شنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمينه دوشنبی کې ملاقات کړی اؤ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه ليدنې په اړه ويلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د طالبانو سره د بهرنيو جنګيالو او سيمه يیزو او نړیوالو ترهګرو موجودګي د سيمې او نړۍ دپاره خطره ګرځولې ده.

حنیف اتمر ټينګار کړی چې د سيمه ييزه هېوادونو ترمنځ مرستې او په ځانګړي ډول پاکستان دې طالبانو ته پناه ځايونه ورکول اؤ دهغوئ دمالي مرستو سرچينې بندې کړي او دغه ډله باید معني خيزو خبرو ته وهڅوي چې د افغانستان د سولې خبرې د سياسي لارې کامیابې شي.

پدې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پر خپل ټويټر ليکلي چې د افغانستان بې ثباتي د سيمې بې ثباتي ده او باور يې ورکړی چې پاکستان به د باثباته افغانستان ملاتړ دوامداره ساتي.

هغه د تشدد په کمولو او پوخ اوربند کولو د خبرې سره د پاکستان دغه ژمنه تکرار کړې چې طالبان به خبرو ته اماده کوي چې سياسي حل لاره ولټول شي،

پاکستان تل د افغانستان حکومت دغه تورونه رد کړې چې ګوا کې پاکستان د افغان طالبانو ملاټر او مرستې کوي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG