لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین له پاکستان څخه وغوښتل چې په چینايانو د شوي برید پلټنې وکړي


 په پاکستان کې د جولای د ۱۴ نېټې انځور په کوم چې ځايي خلک په هغه بس راټول شوي چې په چینایانو بار سیند ته غورځېدلی وو.
په پاکستان کې د جولای د ۱۴ نېټې انځور په کوم چې ځايي خلک په هغه بس راټول شوي چې په چینایانو بار سیند ته غورځېدلی وو.

واشنګټن- چین د جمعې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چې ددې اونۍ د هغه برید پلان جوړونکي دې د قانون پنجو ته وسپاري په کوم کې چې نهه چینايي کارکونکي له خپلو دریو پاکستاني همکارانو سره وژل شوي وو.‌

چینايي رسنیو راپور ورکړی چې د چین مشرانو دغه مسله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کې راپورته کړې ده.

د چین د حکومت لومړي وزیر لي کیکیانګ په دې ټینګار کړی چې پاکستان باید په پېښه کې له ښکېلو کسانو سره حساب وکړي.

د عمران خان دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې ده لي او د هغه حکومت ته ډاډ ورکړی چې حکومت به یې ددې پېښې د پلټنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ و نه کړي.

د شورو یا چهارشنبې د ورځې په دغه مشکوک ځان وژونکي برید کې تر بل هر وخت په زیات شمېر چینایان ووژل شول کوم چې په هغو دوو بس موټرو باندې وشو په کومو کې چې چینايي کارکونکي په کوهستان سیمه کې د اوبو د بند یوې پروژې ته روان وو.

چینايي چارواکو په چټکۍ سره وویل چې دغه خونړۍ پېښه د چاودنې په ترڅ کې رامنځ ته شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجین له برید وروسته په پېکنګ کې خبریالانو ته وویل، "چین په دغې پېښه په ژوره توګه خفه شوی او دا برید غندي او د هغو چینایانو او پاکستانیانو سره غمرازي کوي چې په دغه برید کې وژل شوي دي او مونږ د هغوی له کورنیو او ټپیانو سره همدردي څرګندوو."

پاکستاني چارواکو په سر کې دا پېښه د یو ټکر په توګه یاده کړې وه او ویلي وو چې د میکانیکي ستونزې له امله چاودنه شوې او یو بس لاندې سیند ته غورځېدلی.

د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چودري د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د چاودنې نښې موندل شوي او په دې پېښه کې ترهګریز برید نشي رد کېدی.

خو امریکا غږ ته چې د طبي ازموینو څخه کوم معلومات رسېدلي دي په هغو کې په یو کس کې هم د چاودېدونکو توکو پورې تړلي کومې نښې یا ټپونه نه دي لیدل شوي.

سرچینې وايي، پاکستاني پلټونکو وروسته د یو موټر او د هغه د مشکوک چلونکي ټوټې موندلي چې ترې ښکاري چې دا به یوه ځان وژونکې چاودنه وه.‌

برید ګر غوښتل چې په چاودېدونکو توکو بار خپل موټر له لومړي بس سره وجنګوي خو د تخنیکي ستونزو له امله چاودنه دومره زیاته زوروه نه وه چې په ترڅ کې یې د موټر شیشې ماتې شوي خو مسافرو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

سرچینې وايي، د چاودنې وروسته د دوهم بس چلونکې هڅه کړې چې له ټکر څخه ځان وژغوري خو په سیند کې غورځېدلی دی چې له امله یې پکې ټول سپاره کسان مړه او ژوبل شوي دي.‌

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې پر چینايي وګړو باندې برید کېږي.

پېکنګ او اسلام اباد نېږدې ملګري دي. چین په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د سړک جوړونې، مخابراتو، بندرونو او د برښنا په پروژو باندې په بیلیونو ډآلره پانګونه کړې ده.

د ولسمشر شي جینپېنګ د کمربند او سړک تر نامه لاندې په دې پروژه باندې چې سپېک ورته وايي، تر ۲۵ بیلینو زیات ډالر په تېرو شپږو کالو کې پاکستان کې پانګونه شوې.

همدارنګه په دغې‌ پروژې باندې په زرګونو چینايي کارکونکي او انجینیران کار کوی.

د شورو یا چهارشنبې د ورځې د برید پړه هېچا په غاړه نه ده اخیستې.

پاکستاني چارواکي تل دداسې بریدونو پړه په جنوب لویدیځ بلوچستان کې په بیلتون غوښتونکو باندې اچوي څوک چې کله کله د چینایانو پرضد د بریدونو پړه هم په غاړه اخلي.

اسلام اباد په خپل سیال هندوستان باندې تور لګوي چې بلوچو بیلتون غوښتونکو ته پیسې ورکوي خو نوی ډلي دا تورونه ردوي.‌

پاکستان د سپیېک پروژې د امنیت لپاره په لسګونو زره سرتیري او ملیشې ګمارلي تر څو ددغې پروژې او چینايي وګړو ساتنه وکړي.‌

چارواکي همدارنګه دا شک هم لري چې دغه برید کېدای شي د لا قانونه ګرځول شوې پاکستاني طالبانو د ډلې لخوا ترسره شوی وي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG