لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان: د کورونا د کنټرول لپاره باید د واکسینونو ورکول زیات او چټک شي


واشنګټن – د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالو ادارو په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې که غواړو د کورونا د وژونکي ډول په وړاندې مبارزه بریالۍ شي نو باید د واکسین ورکولو اندازه او شمېر په چټکه توګه زیات شي.‌

د یوې نوې سروې له مخې، "په اکثرو هېوادونو کې درې برخې خلک غواړي چې واکسین واخلي په داسې حال کې چې د کورونا وژونکی ډول په تېزۍ سره خپرېږي."

که څه هم په نړیواله توګه د کورونا د واکسین ورکولو په برخه کې همغږي شته خو لا تر اوسه هم په دې برخه کې د ډېرو هېوادونو ترمنځ ستر واټن لیدل کېږي.‌

تر اوسه پورې د نړۍ د وګړو یو په څلورمه برخو خلکو واکسین لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

دا شمېر په غریبو هېوادونو کې په ډرامټیکه توګه کم دی چېرې چې یواځې یو فیصد خلکو ته واکسین ورکړل شوی او په ځینو هېوادونو کې به لا تر دې وروسته د واکسین ورکولو پراخ کمپاین پیلېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په یو تازه بیان کې ویلي، چې په نړۍ کې د کورونا له امله ۲۳ میلیونه ماشومانو په ۲۰۲۰ کال کې په عمومي توګه بنیادي‌ نور اړین واکسینونه هم نه دي اخیستي چې دا شمېر له ۲۰۱۹ کال څخه ۳.۷ فیصده زیات دی.

په اندونیزیا کې د کورونا نېږدې ۹۰ فیصده واکسینونه چینايي ډول دي.

ډبلیو اچ او دا هم ویلي، چې په داسې حال کې چې ماشومانو ته نور واکسینونه هم نه دي رسېدلي کچېرې په دې وخت کې نورې ناروغۍ هم رامنځ ته شي نو روغتیايي سیستمونه به ورسره له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

د جان هاپکنز پوهنتون د کورونا مرکز د جمعې په ورځ وویل، چې دا مهال په ګرده نړۍ کې د کورونا ۱۸۹ میلیونه پېښې دي او تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ترې تر څلورو میلیونو زیات مړه شوي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG