لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې دپاکستان په پوځ بریدونه،یو عسکر وژل شوی،نهه ژوبل


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې په درېوؤ بیلا بیلو پېښو کې دپاکستان یو پوځي عسکر وژل شوی او نهه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې دپولیسو مشر شوکت علي دا پیښې تاید کړي اؤ وایي بریدونه د جنوبي وزیرستان لدها، بروند او شوال سیمو کې شوې دي.

د دې پیښو ذمه داري پاکستاني طالبانو پغاړه اخستې ده.

دپولیسو مشر شوکت علي وي او ای ډیوه ته د اتوار په ورځ ویلي هغه لومړۍ پیښه تیره شپه د جنوبي وزیرستان شوال سیمه کې شوې چرته چې امنیتي ځواکونو ته د پټو وسله والو د شتون معلومات ترلاسه شوی وؤ.

دپولیسو مشر وایي کله چې دغه سیمې ته امنیتي سرتیري ورسیدل نو د وړاندې نه پټو وسله والو په هغوئ ناتاره ډزې پیل کړې او د ډزړ په نتیجه کې درې عسکر ټپیان شوي دي.

هغه وویل بله پیښه نن سحر د لدها تحصیل په بورکۍ سیمه کې شوې چې دغلته وسله والو د پوځ په یوه پوسته برید کړی او برید پرمهال نښته هم شوې چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي.

د پولیسو افسر په خبره، بله پیښه نن غرمه د بروند سیمه کې شوې چې دغلته دامنیتي سرتیرو یو ګاډي ته د سړک پر غاړه بم اېښودل شوی اؤ ددې بم دچاودنې له امله دوه عسکر ژوبل شوي چې پکې د یوه روغتیايي حالت مرګونی دی.

پوليس افسر وويل د نښتو په نتیجه کې بريد کوونکو ته د اوښتي تاوان مالومات يې نه دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه د پوځ سره په ګډه پولیس موقعې ته رسېدلې او عمليات يې پېل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ددغه بریدونو ذمه واري منلې ده.

دغه تازه پېښې چې په کومه سیمه کې شوي په کال 2009م کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.

خو په 30م جون جنوبي وزیرستان کې د ایف سي ځواک په چيک پوسته ترهګر برید شوی ؤ، درې سرتيري پکې وژل شوي او درې نور پکې ټپیان شوي وؤ.

تر دغه پېښې دوه ورځې وړاندې په 28م جون هم د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې درې تنه د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي وؤ.

پوليس ويلي وؤ دغه کسان چې وژل شوي اول طالبان وؤ او بیا پوځ ته تسليم شوي وؤ.

وزیرستان او پخوانۍ فاټا کې د بدامنۍ د څار غېر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر ترمخه په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې يو ځل بيا وسله وال رایوځائ شوي اؤ فعالیتونه یې زيات کړي چې له امله یې سیمه کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

تیره ورځ د پاکستان دپوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار میډیا ته ویلي زموږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نه شته"

د بابر افتخار د خبرې په خلاف د پښتونخوا ځینې سیاسي ګوندونه او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دعوه کوي چې ترهګرې ډلې اوس هم په قبایلي ضلعو کې فعالې دي او په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لري.

خو د سيمې څخه پوليس چاوراکي هم دعوه کوي چې قبايلي سیمه چې په صوبه کې ورګډه شوې هلته د امنيت وضعه د تير په پرتله ډېره ښه شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG