لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دخوراکي توکو درامد کولو کې 53.9 فيصده اضافه شوې


دپاکستان دشمارياتو محکمې دشمېرو ترمخه دتيرمالي کال په مهال پاکستان کې دخوراکي توکو چې پکې چيني، غنم، خوراکي تېل او دالونه شامل دي په درامد کولو کې څه د پاسه 53.9 فيصده زياتوالی ريکارډ شوی دی.

داقتصادي چارو پوهان وايي دبرامداتو په پرتله په درامداتو کې زیاتوالي راتلو سره د ملک اقتصاد ته زيان رسي او عام اولس ورځ تر بلې د ګرانۍ سره مخ کېږي۔

پوهان په دې نظر دي چې دبرامداتو اؤ درامداتو ترمنځه فرق تر ډېره حده کمول اوږد مهاله تګلارې ټاکلو ته اړتيا لري کوم سره چې دملک اقتصاد وده کولی شي۔

دمالي کال 2021-22 د پاکستان مرکزي بجټ کې د کرکېلې دڅانګې پرمختګ دپاره 12 اربه روپۍ اېښودل شوي شوي دي۔

په دې حقله د پېښور پوهنتون د معاشياتو دڅانګې مشر پروفېسر زلاکت خان وي او ای ډيوه ته وويل په پاکستان کې د زرعي پېدوار سېوا کولو او د درامداتو او برامداتو ترمنځه فرق ختمولو له پاره اوږد مهاله پالېسي ټاکل زیاته اړېنه ده.

هغه وایي" زمونږ چې کوم خوراکي شيان دي نو د هغې درامدي بل سېوا شوی دی، او دغه 53.91 فيصده زيات شوی دی

دنوموړي په وینا "دپېدوار لحاظ سره که مونږ وګورو نو د غنمو۔ پومبې، ګني او مېوؤ پېداوار کې مونږه دنړۍ په لسو ړومبیو ملکونو کې راځو خو د ناسم انتظام له امله ددې شيانو بهر ملکونو ته دلېږلو پرځائ دا مونږه درامد کوو"

هغه وویل د درامدارتو مقدار سېوا کېدلو سره په ملک کې د بې روزګارۍ ترڅنګ په ګرانۍ کې هم ډېره اضافه کېږي۔

" برامدااتو سېوا کېدو سره تجارتي خساره سېوا کېږي او په نړيوال مارکيټ کې د روپۍ قدر کمېږي او د ډالر سېوا کېږي د کوم له امله چې په ملک کې بې روزګاري، غربت او ګراني سېوا کېږي"

ډان نيوز په خپل رپورټ کې ليکلي چې د پاکستان د شمارياتو محکمې لخوا جاري شوي مالومات ښايي چې روان کال په مجموعي توګه د پاکستان برامدي بل کې د خوراکي توکو برخه 79۔14 فيصده جوړېږي کومه چې تېر کال کال 17۔12 فيصده ريکارډ شوې وه۔

د پېښور د انفارمېشن اېڼډ ټیکنالوجۍ سټي پوهنتون کې د معاشياتو دڅانګې ماهر ایسوسي ایټ پروفېسر ډاکټر محمد زاهد خان وي او ای ډيوه ته وايي پاکستان کې دکرکېلې څانګې ته ودې ورکولو او خوارکي توکو زيات پېداوار له پاره د کرونده ګرو د نوي دور مطابق تربيت کول، هغوئ سره دمالي مرستو کولو ترڅنګ د خوراک ذخېره کولو له پاره انتظام کول ډېر مهم دي۔

د مالي کال 2021-22 وفاقي بجټ کې د زرعاتو پرمختګ او پېداوار سېوا کولو د پاره 12 اربه روپۍ مختص کړل شوي دي۔

د بجټ تقرير ترمخه د وریژو، غنمو، پومبې، ګني او د دالونو پېداوار سېوا کولو د پاره دوه اربه روپۍ، په تجارتي کچه د زيتون پېداوار سېوا کولو د پاره يو ارب روپۍ او د اوبه خور نظام ښه کولو د پاره 3 اربه روپۍ ايښودل شوي دي۔

ددې ترڅنګ د خوراکي شيانو خوندي کولو د پاره سټورونه جوړول هم د حکومت په ترجيحاتو کې شامل دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG