لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په څلورم ځل "ټیک ټاک" رسنۍ وتړل شوه


پاکستان کې یو ځل بیا د لنډو ویډیوګانو خپرؤلو په ټولنیزه رسنۍ یا ایپ ټیک ټاک بندیز لګول شوی اؤ دپاکستان د رسنیو دڅار دولتي اداره پي ټي ای وایي دا بندیز یې ځکه لګولی چې ټیک ټاک رسنۍ دخپلې لمنې نه د نامناسبه موادو دلرې کولو اؤ دهغې دمخنیوي په چارو کې ناکامه راغلې ده.

په یاده رسنۍ یوازې نولس ورځې وړاندې دسندهـ هایکورټ لخوا لګول شوی بندیز پورته کړل شوی ؤ خو دا څلورم ځل دی چې دا رسنۍ پکې په نزدې موده کې دبندیزونو لاندې راغلې ده.

پاکستان کې دبشري اؤ دخبریالانو دحقونو تنظیمونه تور لګوي چې دلته حکومت ورځ تر بله په میډيا اؤ سوشل ميډیا بندیزونه سیوا کوي خو حکومت دا تورونه سم نه ګڼي اؤ وایي موخه یې د بې مهاره سوشل میډیا یوې قانوني لیکې ته سمول دي.

پاکستان کې د رسنیو دڅار دولتي ادارې پي ټي ای پخپل یو بیان کې ویلي چې د برېښنایي جرمونو دایکټ یا قانون ۲۰۱۶م د اړونده دفعو په اساس یادې ادارې په ګرد هیواد کې ټیک ټاک ایپ اؤ ویب پاڼه تړلي دي.

بیان کې سپیناوی شوی چې دټیک ټاک په ضد دا ګام په دغه رسنۍ پرله پسې دنامناسبه موادو د جودیت اؤ ددې په مخنیوي کې دناکامۍ له امله اخستل شوی دی.

ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو ښوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي.

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ټیک ټاک اېپ پکې ډاونلوډ کېږي او کارول کېږي. د دې هېواد د مواصلاتو اداره وایي په پاکستان کې د میاشتې په حساب دوه کروړه خلک ټیک ټاک استعمالوي.

خو په دې رسنۍ پرله پسې پاکستان کې دا تورونه هم دوامداره دي چې نامناسبه اؤ دبې حیایۍ مواد خپروي اؤ نوی کول بې لارې کوي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې په ۲۸م جون هم دسندهـ هایکورټ دیو وګړي دعریضي په اساس په ټیک ټاک بندیز لګولی ؤ خو بیا دهیواد د رسنیو دڅار ادارې پي ټي ای ددغه عدالتي بندیز په ضد محکمې ته عریضه کړې وه چې کوم وګړي دټيک ټاک په ضد هایکورټ ته عریضه کړې په هغې به فیصله پي ټي ای کوي اؤ که عریضه کوونکی دفیصلي نه مطمین نه وي نو بیا هم دعدالت دروازه ټکولی شي.

دپي ټي ای په عریضه وروسته سندهـ هایکورټ په ټیک ټاک لګول شوی بندیز ختم کړی ؤ.

دعدالت لخوا دټیک ټاک څخه له بندیز پورته کولو وروسته دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر چوهدري فواد په ټویټر لیکلي وؤ ” زه خواست کوم چې دپرېکړو په وخت ډیر محتاط پاتې کیدل پکار دي ځکه له دې امله دپاکستان مستقبل اؤ معیشت اغېزمن کیدی شي”

سږکال په مارچ کې هم پېښور هایکورټ دغیراخلاقي موادو خپرؤلو پسر دیو شمیر وګړو اؤ وکیلانو په عریضه ټیک ټاک رسنۍ تړلې وه اؤ تر هغې وړاندې پروسکال پ اکتوبر کې دا ایپ دبندیز لاندې راغلی ؤ.

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټیک ټاک دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي اؤ دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG