لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:افغان سفیر باید دخپلې لور دتښتول کېدو پلټنو کې مرسته وکړي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي اسلام اباد کې په افغان سفير د هغه د لور دتښتولو دپيښې پلټنو کې حکومت سره د مرستو ټيڼګار کړی دی او د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي دافغان سفير لور څو ساعتونو لپاره بې درکه وه خو دا خبره د منلو وړ نه دا چې ګنې هغه چا تښتولې وه.

افغان خارجه وزير،پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندنه او څيړونکي د شيخ رشيد دا بيانونه غير ذمه ورانه او دوه اړخيزه اړيکو لپاره په زیان بولي.

دچهارشنبې په ورځ پینډۍ کې ميډيا سره دخبرو په وخت دپاکستان دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد منلې چې اسلام اباد کې دافغانستان د سفير لور څو ساعتونو بې درکه وه خو دشيخ رشيد په وينا دا خبره د منلو وړ نه ده چې هغه چا تښتولې وه.

وړاندى هم شيخ رشيد د افغان سفير د لور ځورولو او د دې دتښتولو په دعوؤ سوالونه راپورته کړي وؤ او دا یې د پاکستان د بد نامولو نړيوال سازش ګرځولى ؤ.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه او څيړونکي د افغان سفير نجيب الله عليخيل د لور تښتولو پيښه دحکومت ناکامي ګرځوي او د شيخ رشيد نه داستعفا غوښتنه هم کوي.

ددې پيښې پسر افغان دولت د اسلام اباد څخه دخپل سفیر اؤ نورو لوړپوړو سفارتکارانو هیواد ته دبېرته ستنولو اعلان کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان خارجه وزير حنيف اتمر د ټيليفون په ليکه خپل پاکستاني سیال شاه محمود قريشي سره خبرو کې د شيخ رشيد په بيان انديښنې ښودلې وې او دا یې دوه اړخيزه اړيکو لپاره په زياني بللې وې.

هم د چهارشنبې په ورځ ملتان کې ميډيا سره خبرو کې دپاکستان د باندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په افغان سفير دپيښې پلټنو کې دوئ سره دمرستو کولو ټينګار کړی دى.

قريشي دعوه کړې ده چې دوئ دپېښې نتيجو ته نزدى دي خو دې لپاره به افغان سفير او دهغه لور ته د حکومت سره پلټنو کې مرسته کول وي.

نوموړي زياته کړې حکومت د پيښې اړونده پوښتنې افغان سفير ته ورکړې دي او دوئ یې دځوابونو په تمه دي.

دافغان دولت ترڅنګ پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه،د بشري حقونو فعالين او افغان طالبان هم اسلام اباد کې دافغان سفير د لور تښتولو پيښې ته سخت غبرګون ښايي.

د افغان طالبانو وياند ډاکټر نعيم دا د انسانييت په ضد جرم بللی او د يو شخصي ټي وي سره مرکه کې هغه ويلي د پاکستان حکومت دې په دې معامله کې خپل مسوليت سر ته ورسوي او دپېښې ذمه وار دې په نخښه کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت افغان دولت څخه پاکستان نه دخپلو سفارتکارانو د ویستلو پرېکړې ته دبیا کتنې غوښتنه کوي خو څيړونکي وايي دې لپاره به لومړى پاکستان ته خپل حکومتي وزيران د بي ځايه بيانونو نه منعې کول او د افغان سفير دلور په تښتونه کې دککړو تنانو په ضد ګامونه اخستل وي.

افغان دولت اؤ‌څېړونکي وایي د پاکستان حکومت ته به افغان دولت ته دا باور هم ورکول وي چې دلته د افغانسنان ډپلوماټان اؤ دهغوئ کورنۍ په خوندي توګه پاتې کیدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG