لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ: په راغګان ډېم کې کشتۍ ډوبې شوي، څلور تنه پکې مړه، درې بې درکه دي


د باجوړ راغګان ډېم

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې په راغګان ډېم کې د سېلګرو کشتۍ ډوبې شوي چې پکې د ژغورنې ادارې (ريکسیو1122) ترمخه لږ تر لږه د 15 پورې کسان ډوب شوي اته يې ترې روغ راويستي، د څلورو مړي راويستل شوي او د درېو کسانو دپاره لټون روان دی.

د باجوړ د چارواکو په وېنا د غه پېښه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (21 جولايۍ) د باجوړ په خار تحصيل کې رامنځته شوې ده.

د ريسکيو 1122 د باجوړ مشر امجد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل پرون په ډېم کې د سېلګرو يوه کشتۍ خرابه شوې تکنيکي ستونزه پکې رامنځته شوې او کسان پکې سواره وو دغه کشتۍ بيا د مرستې دپاره بله راغوښتې او په دغه مهال بيا د کسانو اوړېدو راوړېدو په وخت دواړه کشتۍ ډوبې شوي دي.

هغه وويل د پرون مازيګر راهسې بيا د دوی اداره موقعې ته رسېدلې عمليات يې پېل کړي او د بېګا شپې پورې يې د ډېم نه اته کسان ژوندي راويستي دغه کسان روغتون ته وړل شوي او بيا رخصت کړی شوي دي.

هغه زیاته کړه د ډېم نه يې څلور مړي راويستي او درې کسان بې درکه دي د هغو د مالومولو دپاره عملیات روان دي.

د باجوړ ځايي خلک وايي دوی پوښتنه کوي چې په ډېم کې د کشتو چلولو دپاره اجازه چا ورکړې وه؟ د وي او اې ډیوه دغه پوښتنې ته د خار تحصيل مرستيال کمشنر شېر رحمان وويل چا هم کشتيانو ته اجازه نه ده ورکړې او هغه مني چې دغه خلک زورور دي په زوره دغه کشتۍ چلوي.

هغه وويل وړاندې يو بل مرستيال کمشنر دا کشتۍ بندې کړې پرضد يې قانوني کاررواني وکړه او بيا هم د دغه ځايي خلک راووتل د انتظاميې پرضد يې مظاهرې وکړې.

هغه زیاته کړه دا وخت دوی لګيا دي عملیات کوي چې ورک کسان مالوم کړي د هغې وروسته به بيا نوره قانوني کارروايي کوي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د راغګان ډېم په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او ضلعي انتظاميې او د ژغورنې ادارې ته يې د بې درکه کسانو مالومولو لارښوونه کړې او په د خار په ضلعي روغتون کې يې بېړني حالت په ځای کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG