لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت طالبانو ته: جنګ بس کړئ خبرو ته راشئ د حکومت بدلون اسانه دی


طالبان وایي هغوئ په اقتدار اجاره داري نه غواړي خو ترڅو چې اشرف غني له واکمنۍ لاس پسر شوی اؤ کابل کې یو نوی حکومت رامنځته شوی نه وي ترهغې په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.

خو افغان حکومت بیا طالبانو ته ویلي "تاسو جنګ ودروئ ، د سولې دخبرو اترو میز ته بیرته راشئ ،نوی حکومت جوړول اسانه کار دی ، ولس به یې یوه ورځ کې پخپلو رائیو جوړ کړي"

دنړیوالې خبري شبکې ای پي سره یوه مرکه کې دطالبانو ویاند اؤ دهغوئ دمذاکراتي پلاوي غړي سهیل شاهین ویلي طالبان به خپلې وسلې هله په زمکه کښېږدي چې په خبرو اترو کې ښکیلو اړخونو ته په کابل کې یو دمنلو وړ حکومت رامنځته شي اؤ داشرف غني حکومت ختم شي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د اشرف غني د حکومت ختمیدو غوښتنې کړي خو ولسمشر اشرف غني هر ځل دا غوښتنه رد کړې اؤ دریځ لري چې هغه د ولس په رائیو ولسمشر ټاکل شوی اؤ یوازې هغه چاته به داقتدار نه تیریږي چې د ولس رایې ترلاسه کړي.

خو دطالبانو ویاند سهیل شاهین بیا تور لګوي چې اشرف غني ټولټاکنو کې دټګۍ دلارې ځان واک ته رسولی دی .

سهیل شاهین وویل مونږ داقتدار په اجاره دارۍ باور نه لرو ځکه چې په تیرو وختونو کې افغانستان کې دغسې حکومتونه نه دي بریالي شوي چې په واک یې اجاره داري غوښته.

هغه د اشرف غني حکومت دجګړې اصل لامل وګرځولو اؤ وئ ویل هغه(اشرف غني) حتی د غټ اختر په مقدسه ورځ هم خپله وینا کې دطالبانو په ضد دجګړې هوډ ښودلی دی.

خو دطالبانو ویاند بیا پخپله مرکه کې د غټ اختر په ورځ دصدارتي ماڼۍ ترڅنګ په شوي هغه راکټي برید غلی پاتې شوی چې ولسمشر اشرف غني،پخواني ولسمشر حامد کرزي اؤ نورو افغان چارواکو په ارګ کې داختر نمونځ کولو اؤ دنامعلوم لوري څخه پرې راکټونه توغول شوي وؤ.

دطالبانو د ویاند لخوا د اشرف غني اقتدار نه دتیریدو غوښتنې ته پخپل غبرګون کې د ولشمشر اشرف غني سلاکار ښاغلي وحید عمر ویلي افغان حکومت غواړي وړومبی په افغانستان کې د وینو تویولو لړۍ پائ ته ورسوي اؤ په ټولو مسلو د خبرو اترو پر میز خبرې وشي.

په ټویټر ښاغلي وحید عمر لیکلي "موږ د هر ډول جدي خبرو اترو له پیل څخه دمخه د افغانانو د وینو تویولو او وژلو پائ ته په رسیدو ټینګار کوو. لومړی شی چې د افغانستان خلک یې غواړي د اوسنۍ ویرې پائ ته رسیدل دي"

هغه په طالبانو غږ کړی چې "تاسو جنګ ودروئ،د سولې دمذاکراتو میز ته بیرته راشئ ترڅو په ټولو مسلو خبرې وکړو. د حکومت دبدلون کار اسانه دی ، خلک په یوه ورځ کې رایې ورکوي ، او یو نوی حکومت به غوره کړي "

افغان ولسمشر اؤ امریکایي چارواکي پرله پسې دطالبانو نه د اوربند غوښتنې کوي خو ددې غوښتنو برعکس طالبانو په دې وروستیو کې دافغانستان دننه د دولت په ضد خپله جګړه پراخه کړې ده اؤ په یو شمیر ولسوالیو د قبضې دعوې کوي.

د اوربند په هکله دطالبانو ویاند دیوې پوښتنې جواب کې ویلي دهر رقم اوربند نه وړاندې د یو داسې نوي حکومت دجوړښت تړون پکار دی چې مونږ اؤ اؤ نورو ټولو افغانانو لپاره دمنلو وړ وي ، بیا به جګړه نه کیږي.

هغه ویلي د سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډ د اشرف غني جاه طلبي ده ځکه چې هغه داقتداره نه تیریږي اؤ دسولې خبرې کوي .

د سهیل شاهین په وینا “هغه روغې جوړې ته تیار نه دی خو غواړي چې مونږ باید وسلې وغورځوؤ”

خو اشرف غني بیا طالبان ملامتوي چې تراوسه خو یې په دې نوم جګړه کوله چې افغانستان کې بهرني سرتیري شتون لري ،ولې اوس چې بهرني ځواکونه دافغانستان نه اوځي ،اوس دچا پرضد جګړه کوي؟

سهیل شاهین پخپله دې مرکه کې ویلي چې طالبان تر اوسه په کابل د نظامي فشار راوړلو کوم پلان نه لري اؤ تر اوسه یې د ولایتونو په سرښارونو هم دقبضې نه هم ځان په ډډه ساتلی دی.

خو ددې ترڅنګ دطالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې هغوئ په ولسوالیو له قبضې وروسته د وسلو اؤ نورو وسایلو په لاسته راوړلو د ولایتونو مرکزونه هم خپل لاسته راوړلی شي.

طالبان دعوې کوي چې دافغانستان په ۸۵ فیصدي خاوره یې خپل واک ټینګ کړی خو افغان دولت بیا دا دعوې یوازې پروپیګنډه بولي اؤ وایي که طالبان په رښتیا هم دافغانستان په دومره لویه برخه حاکمیت لري نو بیا یې مشران ولې دهیواد نه بهر ژوند کوي؟

افغان حکومتي چارواکي تور لګوي چې دطالبانو زیاتره مشران دپاکستان دننه کورونه لري اؤ دوئ ته دپاکستان لخوا مراعات ورکول کیږي.

خو‌ پاکستان بیا وایي چې دطالبانو سره هیڅ رقم مرستې نه کوي ، البته تیره میاشت دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پخپله هم دا منلې وه چې طالبان په پاکستان کې کورونه لري اؤ علاج هم دپاکستاني روغتونونو څخه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG