لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي


د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشریف سره په لندن کې ليدلي او په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو خبرې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر ویلي د محب او نواز شريف په ليدنه کې چې افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم وو، په دوه‌اړخیزو د علاقې وړ مواردو بحث شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ترمخه "دواړو لوریو پر دې نظر توافق څرګند کړ چې د متقابل درناوي په سیاست او یو د بل په چارو کې د لاس نه وهلو په وسیله د دواړو ملتونو ګټې خوندي کېدای شي. په دې کتنه کې ټینګار وشو چې د ولسواکي پیاوړتیا دغه هېوادونه ثبات او بسیاینې ته رسولای او د سیمه‌یز اتصال او سوداګرۍ منطقه ګرځولای شي.

په بيان کې ویل شوي، "محب په پاکستان کې د ډیموکراټیکو مبارزو د ملاتړ څرګندونه وکړه او د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر وویل چې پیاوړی او باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې لپاره ګټور دی".

نواز شريف يا مسلم ليګ ن ګوند په دغه اړه څه نه دي ویلي خو د مسلم ليګ ن مرستيال مشرې مريم نواز د دغه ليدنې په اړه د ملي امنيت د شورا ټویټ بيا ريټويټ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنيت مشاور د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف سره په داسې حال کې ليدلي چې د افغانستان نه امریکايي او نړيوال ځواکونه ووځي طالبانو بريدونو ته زور ورکړی او بل لور ته په وروستيو کې په قطر کې د طالبانو او افغان دولت خبرې هم روانې شوي دي.

د مې په مياشت کې پاکستان ويلي وو چې د حمدالله محب سره رسمي چارې نه ترسره کوي، دغه خبره د مې د میاشتې په وروستيو کې پاکستاني سفارتي سرچينو وي او اې ته کړې وه.

پاکستاني مامورين ویلي وو محب په وروستيو کې د پاکستان په ضد ناوړه خبرې کړي دي.

محب په 14 مې په ننګرهار کې خلکو ته په وېنا په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه تکرار کړي او پاکستان یې د "طوایفو کور" بللی وو.

هغه ويلي وو، پاکستان "خپله روابطه د اسرايل سره لري او دا (افغانستان) ورته دار الحرب (چرته چې جهاد روا وي) مالوميږي".

محب په پاکستان ځينې نورې نيوکې هم کړې وې چې افغانان يې غولولي دلته يې ورته جهاد روا کړی خو د هغه په وېنا چې په پاکستان کې غېر اسلامي غېر اييني کارونه کيږي هلته ورته جهاد نه ښکاري.

وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب د څرګندونو په اړه ويلي وو د محب د بې بنياده دعوو په کلکه غندنه کوي چې هغه ویلي پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي.

او له دغې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په حمدالله محب تور لګولی وو چې هغه د امن د دښمن کردار لوبوي او د سولې مخې ته خنډان راولاړوي.

قریشي حمدالله محب ته په مخاطب کولو سره ویلی وو، "خپله خوله دې په واک کړه ګنې پاکستان به تا سره خبرې کول هم ونه غواړي او نه به درته کوم پاکستانی لاس درکړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG