لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:دنامعلومه وسله والو په ډزو پلار اؤ زوئ وژل شوي


دخیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې دنامعلومه کسانو په ډزو پلار او زوئ وژل شوي، بل لوري ته ځایي خلکو دناامني پرخلاف قامي لښکرې جوړې کړې دي او وایي حکومت دوئ ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی.

پولیس منلې چې سیمه کې د ناامنۍ پېښې سیوا شوې خو وایي ددې قابو کولو لپاره ژمن دي.

د ټانک ضلعې دپولیسو مشر صاحبزاده سجاد وي او ای ډيوه ته تاید کړه چې دا پیښه نن شوې ده چې پکې پلار او زوئ یو ځائ وژل شوي دي.

ځایي خلکو وایس اف امریکه ډیوه ته وویل نن سحر د انک بازار په ګوړو منډهي کې ناتاره ډزې پیل شوې چرته چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه.

دپولیسو مشر وایي پېښه کې د وژل شوؤ کسانو کورنۍ په چا دعویداري تر اوسه نه ده کړې، پولیسو په خپل مدعیت کې مقدمه درج کړې پلټنې یې پیل کړي او دلټونې عملیات یې هم پیل کړي دي.

بل لوري ته په ټانک ضلعه کې په دې وروستیو کې د نا امنۍ پیښو سیوا کیدو ځایي خلک اندیښمن کړي او وایي د برامتې اؤ قلنګ غوښتلو سره هدفي وژنې هم سیوا شوې دي.

دوئ وایي دسیمه ییزې انتظامیې نه یې د احتحاجونو دلارې دامنیت غوښتنې کړې دي خو حکومت په دې کې نا کامه شوی دی.

دټانک ضلعې د بیټني قام یو مشر زمان خان وویل په علاقه کې حکومتي واکداري نه لیدل کیږي، د ائس او هیرون نشې عام شوي، سکولونه، هسپتالونه غیر اباد شوي، له شتمنو خلکو نه قلنک غوښتل کیږی او هدفي وژنې روانې دي چې له امله یې کاروبار او عادي ژوند په ټپه ودریدلی.

هغه وویل په وروستیو کې احتجاجي مظاهرې شوې چې پکې د امنیت لپاره د قبایلي ضلعو سره په پوله د پولیسو دناکو او تاڼو جوړولو غوښتنې شوي. خو تر اوسه دا غوښتې ونه منل شوې ځکه دوئ په قامي پریکړو مجبور شوي.

د بیټنیو قامي جرګه

په ټانک کې نن دبیټني قام قامي جرګه شوې چې ددې جرګې په اړوند هغه وویل ننۍ قامې جرګې دیرش کسیزه دمشرانو کمیټي ټاکلې هغه به د انتظامیه نه د امنیت په ځایې کیدو غوښتنه کوی.

د کنډي قبیلې یو مشر او دپاکستان دقامي اسمبلې پخواني غړي داور کنډی وویل علاقه یې د ناامنې سره مخ ده هره ورځ پکې د برامتې او د خلکو نه په زوره د تاون اخستو پیښې کیږي.

نوموي زیاته کړه پولیس په دې ټول صورتحال خبر دي خو خلکو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوي دي.

وي او ای ډیوه ته هغه وویل خلک مجبور دي چې په خپله د ناامنۍ پرخلاف قامي لښکر جوړ کړي.

د پولیسو مشر صاحبزاده سجاد وايی په علاقه کې یو تن چې سیف الله نومیږی اوس د دیوې تندروه ډلې سره ملګری شوی او پولیسو ته په مهمو مقدمو کې مطلوب دی او د هغه برخلاف یې کاروایی پیل کړې .

کله چې د ډيوه دپولیسو دمشر څخه وپوښتل دغه تن دکومې تندروه ډلې سره ملګری شوی نو هغه دغه پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

خو سیف الله چې تړاو یې د بیټني قبیلې سره دی تیره اوونۍ یې په یوه ویډیو کې ویلي وؤ هغه کوم وراني کې لاس نه لري ،قام نه یې دتحفظ غوښتنه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پولیسو او ځايي لښکر یې کور وران کړی.

سیف الله دا هم ویلي وؤ چې پولیسو اؤ ځایي لښکر ورله په ښځو او ماشومانو تشدد کړی دی.

دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي چې پولیسو یې مقدمه د سیف الله پرضد درج کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG