لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان سره پخپلو لګیدلو پولو دپوځ شمېره زیاته کړې ده


د افغانستان دپولې سره پیوست دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعو اوسيدونکي وائي د تېرو څو ورځو راهسې ويني چې په پوله د پاکستاني پوځيانو شمېر په زياتيدو دی.

دوئ وايي دفوځ راتلو او د ايف سي او ځايي پوليس يا لېويز ځواکونو د پولې نه لرې کېدو سره د دوي ستونزي سېوا کيږي.

خو دپاکستان دفوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه څو ورځې وړاندې کرمې ضلعې ته د خپل سفر په مهال وويلي وؤ په نړيواله پوله په تندۍ سره د ازغن تار لګولو اقدامات ستايي او زياته کړې يې وه پاکستان د رامخې ته چېلنجونو د مخنیوي او خپلو پولو د ساتنې ژمنتيا لري.

د اورکزو ضلعې اوسيدونکې مثل خان اورکزۍ وي او ای ډيوه ته وويل د افغانستان پولې سره نزدې ځايي خلک د کروندې زمکې لري، دواړو غاړو ته یې خپلوۍ دي، وړاندې به يي ازاد روزګارونه کول خو د ازغن تار لګېدو او د فوځ شمېر زياتيدو سره به د دوئ فعاليتونه محدوده شي۔

دغسې د بلوچستان نه د ډيوه خبريالان وايي د چمن پوله باندې هم دپاکستان فوځ ګمارل شوی دی اؤ د پولې د امنيت چارې فوځ خپلو لاسو کې اخستې دي۔

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمېنځه ځینو مهمو لارو باندې افغان طالبان د قبضې دعوه کوي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې ويلي وؤ چې د پاکستان اؤ ځېنو نورو هیوادونو نه افغانستان ته لس زره وسله وال اوښتي دي۔

مثل خان اورکزي وويل دايف سي ځواکونه او پوليس يا ليويز دځايي خلکو د تګ راتګ په طريقو، په کلتور او دپولې دواړو غاړو ته په خپلولیو پوهه دي اؤ بايد حکومت داسې قدم پورته کولو نه وړاندې د سيمې مشرانو سره صلاح مشورې کړې وې۔

په قبائېلي ضلعو مومند، باجوړ،وزيرستان، کرمه، خېبر او اورکزو کې دپولې سره پیوست نورو سیمو کې په افغان پوله د ازغن تار لګولو سره د پاکستان فوځ هم شتون لرلو خو ځايي خلک وايي دوئ سره به پوليس او دمليشې عسکر هم وؤ.

دپاکستان دکورنیو چارو وزير شيخ رشيد دانګريزۍ ژبې ډان ورځ پاڼې ته ويلي دپولې امنيت د پاکستان فوځ لاسو کې اخستی او دغه نور ځواکونه يې اوس له پولې بېرته واپس کړي دي.

ځايي خلک وايي د کال ۲۰۱۸م نه راپدېخوا په قبائيلي ضلعو کې دننه د زياتره چېک پوسټونو نه د پاکستان فوځ اخوا شوی ؤ او دهغوئ پځائ پوليس يا ايف سي عسکر ګمارل شوي وؤ خو د مومندو اوسدونکی زاهد صافي انديښنه څرګندوي چې کله هم په پوله د پاکستان دفوځ شمېر زيات شي بيا پولې ته تلونکو لارو باندې چېک پوسټونه زيات کړل شي چې دځايي خلکو مشکلات ورسره سېوا شي۔

د دغو سيمو نه دپاکستان او افغانستان پولې ته تلونکو لارو باندې د چیک پوسټونو زياتېدو کوم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه حکومتي چارواکو په دغه اړه څه ويلي دي۔

خو دپوځ وياندې ادارې ايي ایس پي ار ويلي وؤ، دپوځ مشر داختر ورځ د افغانستان سره په لګیدلې پوله دپاکستان په قبايلي ضلع کرمه کې د امنيتي سرتيرو سره تيره کړې وه.

جنرل باجوه د کرمې سفر په داسې حال کې کړی ؤ چې په دې وروستیو کې وسله والو په کرمه کې څو خواریکښ تښتولی وؤ او پوځ ویلي وو د دغو مزدورانو د ژغورلو د عملیاتو په مهال د پوځ دیو افسر (کپتان) په ګډون دوه سرتیري وژل شوي وو۔

دپوځ لخوا ويل شوي وؤ جنرل قمر جاوید باجوه د سیمې په وضعیت، د پولې دامنیت په اقداماتو او تشکیلاتو ډاډ ښکاره کړی او د پوځي‌افسرانو او ځوانانو جذبې یې ستایلي وې.

د پوځ سر لښکر ټینګار کړی ؤ چې پاکستان په سیمه کې امن او ثبات ته ژمن دی او ویلي یې وؤ مونږ تل چمتو یو چې په هر قیمت د ملک دفاع وکړو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG