لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دغر نړیدلو له امله دسکرو کان کې څلور خواریکښ وژل شوي


دبلوچستان دمعدنیاتو دڅانګې لوړ پوړي مشر ښاغلي شفقت وي او ای ډیوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پېښه د هرنایي په شاهره کې دي ایم ډسي دسکرو یو کان کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان په هرنایي سیمه کې دسکرو یا کولې په یو کان کې نور څلور مزدوران مړه شوي دي.

دبلوچستان دمعدنیاتو دڅانګې لوړ پوړي مشر ښاغلي شفقت وي او ای ډیوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پېښه د هرنایي په شاهره کې دي ایم ډسي دسکرو یو کان کې رامنځته شوې ده.

هغه ویلي خواریکښو د سکرو په کان کې کار کولو چې غر پرې رانړیدلی اؤ دوئ ورلاندې ګیر شوي دي.

نوموړي ویلي دغر رانړیدو له امله دوه مزدوران په ټکي مړه شوي اؤ دوه نور په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوي وؤ خو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

ویل شوي په پېښه کې دوه وژل شوي مزدوران عبدالنافع اؤ ذبیح الله د خیبر پښتونخوا دسوات سیمې استوګن دي اؤ دوه نور بیا دعصمت الله اؤ هدایت الله په نومونو افغان کډوال دي.

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې دسکرو په کانونو کي مزدورانو دمړینو پېښې زياتی شوې دي اؤ دمزدورانو سازمانونه ددې علت په دغو کانونو کې دروغتيا او دسلامتۍ پر قانون عمل نه کیدل او دسرخوندي ساتلو دپاره د بنسټيزو اسانتياؤ کمی بولي.

دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع مومند کې هم تیرکال دستمبر په میاشت کې په خواریکښو یو غر رانړیدلی ؤ چې پکې تر ۲۰ زیات مزدوران مړه شوي وؤ.

روان کال داپریل په لسمه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د کویلې د16ؤ بې درکه کارکونکو مړي په دره ادم خېلو کې په یو اجتماعی قبر کې موندل شوي وؤ اؤ تر دې دمخه هم دسکرو یارکویلي درنګونو کې په بیلابیلو وختونو کې په سوؤنو پښتانه خواریکښ مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېديرېشن يا په کانونو کې د خواريکښو د اتحاديې رپورټ دی چې 2020 کال کې په بلوچستان صوبه کې يو 105 او په ټول پاکستان کې 205 د سکرو مزدوران په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG