لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې په اته کلنه ماشومه جنسي تیری شوی


Child sexual abuse
Child sexual abuse

پولیس وائي دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د اتلسو کالو یو ځوان یې په اته کلنه ماشومه له جنسي تیري کولو وروسته نیولی اؤ دهغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

پولیس وائي صوبه کې په ماشومانو د جنسي تیریو پېښو کې ۷۵ فیصدی اضافه شوې ده.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا نوښار ضلعه کې یو عدالت د جنسي تیري په جرم کې یو تن ته دعمري بند سزا اورؤلې ده.

دمردان ضلعې د لوند خوړ پولیس تاڼه کې د درج مقدمې له مخې ۱۸ کلن فهد علي پخپله ګاونډۍ اته کلنه ماشومه هغه وخت جنسي تیری کړی کله چې هغه ماشومه مدرسی ته روانه وه.

پولیس وائي دماشومې دکورنۍ په شکایت یې پېښه کې ککړ تن نیولی اؤ دهغه په ضد یې مقدمه درج کړې او سبا(اتوار) به عدالت ته وړاندې کوي خو پولیس دا هم وائي چې په ماشومه د جنسي تیري طبي رپورټ لا مخې ته نه دی راغلی.

دا پېښه په داسز وخت کې مخې ته راغلې ده چې په نوښار ضلعه کې یو ځایي عدالت دجنسي تیري په یوه پېښه کې ککړ تن ته دعمري بند اؤ پینځوؤ لکو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وایي په کال ۲۰۲۰م کې دماشومانو په ضد جنسي تشدد کې ۷۵ فیصده اضافه شوې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي د پولیسیو لخوا په جنسی تیریو کې دککړو ملزمانو دنیولو هڅې چټک شوي او په خلکو کې هم دجنسي تشدد په ضد پوهه زیاته شوې ده

خو هغه وایي تر څو چې د سزا خبره ده نو په قانون او عدالتي نظام کې اوس هم کمزورۍ موجودې دي او اکثره ملزمان د سزا نه بچ پاتې کیږي.

د خیبرپښتونخوا پولیس وائي په کال ۲۰۲۰م کې په صوبه کی ۳۲۳ د جنسي تیریو پېښې رپوړټ شوې وې اؤ په کال ۲۰۱۹کې دجنسي تیریو ۱۸۵ مقدمې درج شوې وې.

د پولیس په رپوړټ کې وئيل شوي چې په تیر کال کې ۲۷۴ هلکان او ۵۱ جینکۍ د جنسي تیریو ښکار شوي دي او په دې کې اوؤ ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۴۶۸ کسان دجنسي تیریو په تړاؤ نیول شوي دي.

غیر دولتی اداره ساحل وائي په پاکستان کې په کال ۲۰۲۰م کې په ۲۹۶۰ ماشومانو سره جنسي تیری شوی چې پکښې ۱۴۵۰ هلکان او ۱۵۱۰ جينکۍ شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG