لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دټاکنو په مهال نښتو کې دوه کسان وژل شوي


دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دقانون سازې اسمبلۍ داستازو ټاکلو دپاره دسخت تاؤ تریخوالي اؤ ټاکنو کې دټګۍ دتورونو په جریان کې د رایې ورکولو عمل روان دی اؤ دغلته د دوؤ مخالفو سیاسي ګوندونو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

حکومت مخالفې ډلې مسلم لیګ(ن) روانو ټولټاکنو کې دپاکستان په واکمن ګوند تحریک انصاف دسختې ټګۍ تورونه لګولي اؤ وایي دغه ګوند د رائیو اچولو صندوقونه یا بکسې پخپلو ګاډو کې دځان سره راوړي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر قانون سازه اسمبلي ټولې ۴۵ چوکۍ لري اؤ ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي چې په دې چوکیو به نن ۳۲لکه،۲۰زره اؤ ۵۴۶ کشمیریان خپلې رایې کاروي.

دټولټاکنو دپاره ۱۲۰۹ د رایې ورکولو مرکزونه حساس اؤ ۸۲۶ زیات حساس ګرځول شوي.

دکشمیر دقانون سازې اسمبلۍ دټاکنو دپاره د رایې اچولو مرکزونه د کشمیر نه بهر دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې هم جوړ کړل شوي چې دغلته میشت کشمیریان پکې خپلې رایې اچوي.

پاکستاني مطبوعات په خپلو تجزیو کې وایي چې په ټولټاکنو کې سخته مقابله د پاکستان تحریک انصاف،پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز ګوند دکاندیدانو ترمنځه ده اؤ ددغو درېواړو ګوندونو مشران په ټولنیزو رسنیو اؤ میډیا دخپلې ګټې هېلې ښکاره کوي.

دنورو ډلو ترڅنګ په دې ټاکنو کې پاکستان کې ناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک هم خپل کاندیدان ودرولي دي اؤ دغه ډلې هم په ټولنیزو رسنیو دعوې کړي چې تر ټولو زیاتې رایې به اخلي.

داتوار په ورځ دپاکستان یو شمیر رسنیو ویلي په دې ټاکنو کې په کوټلي سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف اؤ پاکستان پیپلز ګوند دفعالینو ترمنځ وسله واله نښته هم شوې ده چې پکې دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې پولیس افسر یا ایس ایس پي راجه محمد اکمل خان رسنیو ته ویلي چې جګړه کې یو تن وژل شوی اؤ درې ژوبل شوي خو ډان ورځپاڼې پخپل رپورټ کې ویلي چې د ژوبلو تنانو څخه هم د محمد رمضان په نوم یو ۵۰کلن تن مړ شوی دی.

ددغه نښتې نه وروسته په حلقه ایل ای ۱۲ د رائیو ورکولو عمل ودرؤل شوی دی.

پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ په ننیو ټولټاکنو کې دسختې ټګۍ اندېښنې ښودلي دي اؤ دواړو ګوندونو اعلان کړی دی چې که دټولټاکنو نتجې بدلې کړی شوي نو هغوئ به اسلام اباد ته احتجاجي لاریونونه کوي.

دمسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزیب په ټویټر یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کیږي دهغه موټر څخه درائیو اچولو دپاره راوړی صندوق راویستل کیږي چې په وروستۍ شیشه یې د تحریک انصاف ګوند دکاندید پوسټر لګیدلی دی.

مریم اونګزیب ډغه ویډیو ته دپاسه حکومتي ګوند ته په مخاطبه لیکلي چې دا ځل یې د رائیو د صندوقونه نه پټوي بلکې صندوقونه یې دځان سره راوړي دي.

کال ۲۰۱۸م کې دپاکستان دننه شوؤ ټولټاکنو کې هم مخالفو ګوندونو په پاکستان تحریک انصاف ګوند د رائیو د صندوقونو پټولو تورونه لګولي وؤ خو پي‌ ټي اي دا تورونه تر ننه په سخته ردوي اؤ وایي د ولس په ملاتړ یې حکومت ګټلی دی.

خو دپاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف مرکزي وزیران بیا د کشمیر ننیو ټولټاکنو کې دخپل ګوند بریا ته هېله مند دي اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي دګیلپ پاکستان په نظرپوښتنه کې پاکستان تحریک انصاف تر ټولو مقبول ګوند ګرځول شوی دی.

دپاکستان یو وتلی خبریال ابصار عالم وایي دپاکستان د راتلونکو ټولټاکنو روڼوالی هم نن په کشمیر کې دکیدونکو ټاکنو واقعاتو پسې تړل شوی دی.

هغه په ټویټر لیکلي "که نن هلته د ووټونو دغلا مخه نیول شوه دپاکستان راتلونکو ټاکنو کې به یې هم مخه ونیول شي خو که نن د رائیو غله بیا بریالي شو نو دپاکستان راتلونکو ټاکنو کې به هم دغسې کیږي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG