لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ چین افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی


پاکستان اؤ چین افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی اؤ وایي چې دافغان شخړې هواری دسوله ییزې لارې راویستل پکار دي.

دچین سچوان صوبه کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دخپل چیني سیال وانګ ژي سره لیدنه کړې اؤ دپاکستان اؤ چین ترمنځ دګډو خوښیو په معاملو یې ورسره له نزدې خبرې اترې کړي دي.

چین ته ښاغلي قریشي دا سفر په داسې حال کې کړی چې د روانې میاشتې په څوارلسمه نیټه دخیبر پښتونخوا کوهستان سیمه کښې په یو بس شوي برید کې دچین نهه انجنئیران وژل شوي وؤ.

له دې پېښې وروسته د چين حکومت دپاکستان نه دپیښې دپلټنو غوښتنه کړې اؤ ددې ترڅنګ یې خپل یو پینځلس کسیز پلاوی هم پاکستان ته رالیږلی ترڅو ددې پېښې ارزؤنه دنزدې څخه وکړي.

دسچوان صوبې په سرښار چینګډو کې د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ له شوؤ خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې چین اؤ پاکستان ویلي چې هغوئ به دیو پرامنه،باثباته ،خوشحاله اؤ یو موټي افغانستان دپاره دافغانانو په مشرۍ اؤ ملکیت دترسره کیدونکي عمل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دپاکستان دسرکاري ریډیو د رپورټ له مخې دخپل چیني سیال وانګ ژي سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان مدام افغانستان کې دتشدد غنده اؤ دسوله ییزې لارې دشخړې دهواري ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي چې افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره ګاونډي هیوادونو ته دخپل فعاله کردار ادا کولو ضرورت دی.

شاه محمود قریشي ویلي مونږ افغانستان کې دجوړجاړي په اساس یو ګډ حکومت لیدل غواړو.

پاکستان که هرڅو افغانستان کې دامن په هڅو کې دفعاله کردار ترسره کولو دعوې کوي خو افغان چارواکي دپاکستان دا دعوې عبث بولي اؤ تور لګوي چې دافغانستان دننه په ګډوډیو اؤ روانو جګړو کې پاکستان نیغ په نیغه لاس لري.

افغان چارواکي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دغه هیواد دطالبانو مشرانو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده اؤ دپاکستان څخه وسله وال افغانستان ته دبریدونو دپاره ځي خو پاکستان دافغانستان دا دعوې په سختۍ سره ردوي.

ښاغلي قریشي دخپل چیني سیال سره په دې لیدنه کې دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ په ګډون دداسو په پېښه هم خبرې اترې کړې دي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د داسو دترهګریز برید غندنه کړې چې پکې دنهو چینایي انجنئیرانو د وژل کیدو ترڅنګ دپاکستان اؤ چین نور وګړي ژوبل شوي هم دي.

داعلامیې له مخې دواړو خواؤ ددې پېښې دګډو پلټنو دلارې دمجرمانو اؤ دهغوئ دناوړه ارادو براڅېره کوؤ،پېښه کې ککړو کسانو ته دمثالي سزا ورکولو،دچین پروژو اؤ وګړو ته دتحفظ ورکولو هوډ ښکاره کړی دی.

دنړيوالو اړېکو څېړنګار ډاکټر سرفراز خان چین ته دپاکستان دخارجه وزیر ددې تازه سفر په اړوند اوړمه ورځ ویلي وؤ‌ دپاکستان د وزیرانو چين ته سفر اؤ چین سره تعلقاتو په هکله ددوئ بیانونو ته چين هم ډیر اهمیت په دې نه ورکوي چې پوهه دی پاکستان کښې دخارجه اړیکو په هکله فیصلې حکومت نه بلکې پوځ کوي.

داسو ډیم چې لګښت یې نزدې دوه اربه ډالره دی اؤ دا دچین یوه کمپني غضوبه جوړوي، دې پیښې چې وړاندې دپاکستان حکومت یوه حادثه ګرځولې وه خو وروسته دچین اؤ پاکستان حکومتونو منلې وه چې دا یوه ترهګریزه پېښه ده، له پېښې وروسته غضوبه کمپنې د ډيم جوړولو په پروژه دکار ودرولو اؤ کمپنۍ نه دپاکستاني مامورینو دویستلو اعلان کړی ؤ خو وروسته یې خپله دغه فیصله بېرته اخستې وه.

د پاک چین اقتصادي راهدارۍ دمنصوبو ترمخه چین پاکستان کښې نزدې دپنځه شپیته اربه ډالرو سرمایه ګزارۍ اعلان کړی دی خو رپورټونه وایې دډیر راهسې چین پاکستان کښې سرمایه ګزاري ودرولې ده خو دپاکستان حکومت ددې پخلی نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG