لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم وايي په نور ملک کې جلسې کيږي يواځې دوی ته اجازه نه ورکړی کيږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ (27 جولايۍ) د جنوبي وزيرستان په مکين کې جلسه کوي اجازه يې غوښتې خو اجازه ورته نه دی ورکړی شوې باوجود د دې چې په ملک کې نورې جلسې او غونډې راجوړيږي.

د پي ټي ایم يو فعال رحمت شاه وي او اې ډيوه ته وویل دوی د جلسې انتظامات مکمل کړي هغه تور ولګوو د جلسې دپاره د کمپاېن په مهال دوی ته خنډان جوړ کړی شوي خو دوی بيا هم تیاري مکمله کړې ده.

هغه وويل د سبانۍ جلسې دپاره یې د جنوبي وزيرستان د مرستيال کمشنر نه اجازه غوښتې ده، خو وي او اې ډیوه د جنوبي وزیرستان د مرستيال کمشنر اقبال خالد سره د رابطې هڅې کړي خو څه ځواب ورته نه دی نه دی ترلاسه شوی.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو د دفتر یو چارواکي امام شاه قریشي بيا ويلي تر اوسه دوی ته د انتظامیې لخوا د جلسې په اړوند کومه لارښونه نه ده شوې.

پی ټی ایم دا جلسه په داسې حال کې کوي چې د کرونا وبا له امله د صوبې د حکومت د اعلاميې ترمخه د پينځه کسانو نه د زياتو کسانو په يو ځای کېدو بندېز دی خو تیره ورځ د حکومت مخالفه د پي ډی ایم مشر مولانا فضل الرحمن هم په یاده علاقه کې اولسي غونډه کړې وه.

د پي ټي اېم مشران وايي په ملک کې د کشمیر د ټاکنو دپاره غونډې شوي په خپله حکومتي غونډې راجوړيږي او سياسي هلې ځلې په مستقله توګه روانې دي خو پي ټي اېم ته د غونډو اجازه نه ورکول کيږي.

د پي ټي اېم د سبانۍ جلسې اعلان د غورځنګ مشر منظور پشتين تيره اوونۍ د فېس بک د لارې نېغ په نېغه خبرو کې کړی وو.

هغه وويلي وو په دې جلسه کې به د افغانستان د امن دپاره د ولس سره يو والی څرګندول کيږي او د افغانستان دپاره غږ پورته کولی شي.

هغه زياته کړې وه په جلسه کې به د خپل بندي مخکښ علي وزير او نورو بنديوانو ملګرو دپاره هم غږ پورته کوي.

د پي ټي اېم مشر تور لګولی وو چې په سیمه کې اوس هم بدامني روانه ده او د هغه په وېنا سيمې ته نوې پاليسۍ راوړل کيږي، دوی غوښتنه کوي چې د بدامنۍ او نوو پاليسيانو مخنيوی دې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG