لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وبا له بندیزونو تنګ په لکونو سیلانیان خېبر پښتونخوا ته ورمات شوي


نه يوازې دخليجي هېوادونو دبندېزونو له امله د پاکستان نه هم بهر هېوادونو ته دسېلانيانو تګ راتګ ودرېدلی دی بلکې دې سره سم پاکستان نه بهر ته تګ هم يوه لویه ستونزه جوړه شوې ده. 

د کرونا وبا له وجې د تېرو دوؤ کالو راهسې په ټوله نړۍ کې دسېلګرۍ څانګه سخته اغېزمنه شوې ده.

په دې موده کې نه يوازې دخليجي هېوادونو دبندېزونو له امله د پاکستان نه هم بهر هېوادونو ته دسېلانيانو تګ راتګ ودرېدلی دی بلکې دې سره سم پاکستان نه بهر ته تګ هم يوه لویه ستونزه جوړه شوې ده.

ارسلا خان چې تېره مياشت د انګلستان د لندن ښار نه پاکستان ته راغلی دی وايي چې هغه مياشت مخکې ځان ته د الوتکې ټکټ اخستی ؤ خو څو څو ځله دده سفر د ځنډ ښکار شو.

"ما ځان له د جون د مياشتې ۲۶ نېتې نه څه شل ورځې وړاندې بکنګ کړی ؤ خو دې دوران کې زما فلایټ څه څلور ځله کېنسل شو. هغوئ ویل چې د کرونا بندیزونه دي او زمونږ له خوا دوبۍ او پاکستان ته په سفر کولو بندیز دی. نو له دې وجې تاسو نه شئ تلی"

دارسلا خان په وینا د جهاز د بیا بیا ځنډ له امله دهغه څه ۲۳ ورځې ضایع شوې اؤ بیا یې پاکستان ته راتګ دپاره په بل ایر لاین کې ځان ته بکنګ وکړو.

هغه وايي د کرونا نه وروسته ژوند او سفر کول بيخي بدل شوي دي. وايي "ما د کرونا وبا ټسټ او نور ضروري دستاویزات هم برابر کړي وؤ خو بيا هم يو ځل داسې وشوچې زه د سفر کولو د پاره هوايي اډې پورې لاړمه خو هلته راته ووبل شو چې جهاز ځنډولی شوی دی"

دنوموړي په وینا اوس چې دکرونا ضد ویکسین لګولو د سند ښودلو پرته دپاکستان دننه هم په هوایي سفر بندیز لګول شوی نو دا به دخلکو په ستونزو کې لا نوره اضافه وکړي.

هغه وایي د کرونا وبا نه وروسته نړۍ کې سفر بیخي بدل شو او په يوه ټاکلې ورځ ته چرته هم نه شې تلی. ولې چې هر څه ستا په سفر اډانه کوي او کله جهاز ځي او کله نه ځي.

په پېښور کې د هوايي سفر انتظام کوونکي د يو کاروبار مالک عظمت اکبر وايي د کرونا وبا له امله ملکي او بهر ملکي سفر کوونکولپاره کرونا ضد ویکسين ضروري ګرځول شوي دي. خو اوس هم ډېرو ملکونو دا نه ده واضحه کړې چې هغوي د ویکسېن کوم يو قسم مني ؟

عظمت اکبر وي او ای ډيو ته ویلي د کرونا ویکسین د منل کیدو په اړوند دموجود ابهام له امله خلکو د سېلګرۍ له پاره نورو هېوادونو ته تګ ډېر کم کړی دی. او دا تګ ډېر ګران شوی هم دی. ځکه چې د ملک نه بهر تګ يا نړيوال سفر او د سېلګرۍ څانګه اغېزمنه شوې ده او ډېر نقصان ورته رسېدلی دی.

هغه وایي دسېلګرۍ څانګه ډېره اغېزمنه ده. کرونا وبا چې کله راهسې راغلې ده نو د سېلګرۍ څانګې په اربونو روپۍ زيان کړی دی.

"که په دې کې مونږ مقامي يا ملک کې دننه سېلګرۍ ته وګورو نو هغه هم ډېره اغېزمن شوې ده. په مجموعي توګه دسېلګرۍ شعبې ډېر زيات زيان کړی دی. سږ کال هم کله بندېز ولګي او کله لرې شي او کله لاک ډاون شي چې له وجې يې حالات خراب دي. په تېر اختر کې هم بندېز ؤ. دې اختر کې لږ کاروبار وشو خو بيا پکې بارانونه راغلل چې له وجې يې حالات برابر نه شو"

خو بل لوري ته دخېبر پښتونخوا دسېلګرۍ د ادارې ډایرېکټر جنرل کامران اپريدی وايي که دنورو هېوادونو په څېر پاکستان کې هم د سېلګرۍ څانګه د کرونا وبا او ددې د بندېزونو له وجې ډېره اغېزمنه شوې ده خو ترڅنګ یې د ځايي سېلګرو له خوا په ملک کې دننه د سېل ځايونو ته تګ راتګ هم ډېر سېوا شوی دی.

کامران اپریدی وایي په دې وروستيو کې د اختر په رخصتیانو کې دخېبر پښتونخوا د سېل ځايونو ته په لکونو خلک دسېل له پاره تلي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې کامران اپریدي وویل خلک ډېر کوشش کوي چې هغوئ د سېلګرۍ سيمو ته ورشي خو د کرونا وبا له امله په خلکو فشار ډېر زيات شوی دی.

نوموړی زیاتوي په تېر اختر کې د اختر پينځوؤ ورځو رخصتیانو کې سوات ته درې لکه سېلګري تلي وؤ او دا ځل پينځه لکه خلک تلي وو خو ددې ترڅنګ دې پينځوؤ ورځو کې هزاره او ملاکنډ ډويژن ته څه شل لکه خلک تلي دي.

د سېلګرۍ دڅانګې دمشر په وینا "دا باوري خبره ده چې سېلګري د خلکو سره تړون لري. او د هغه ځائ په معيشت ډېر مثبت اثر غورځيږي چې سېلانيان ورته ځي او د هغې ټوله اډانه په دې باندې وي"

د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ ادارې دغه مشر وايي د تېرو دوؤ کلونو راهسې د کرونا د بندېزونو نه تنګو خلکو د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ دپاره مشهورو سیمو ته مخه کړې ده. او دوئ هڅه کوي چې په دغو سيمو کې سېلانيانو له پاره اسانۍ پیدا کړي.

د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبه کې د سېلګرۍ د پاره ډېر مشهور ځايونه دي. خو د ډېرې مودې راهسې په صوبه کې دترهګرۍ د لاسه دلته سېلګرۍ ته ډېر زيان رسېدلی دی.

د بهرنيو سېلګرو دلته راتګ ډېر زيات کم شوی و خو د کرونا وبا د لاسه د ملک نه بهر تګ يا دبهر نه دسېلګرو راتګ کم شوی.

د کرونا وبا د بندېزونو يا د لاک ډاون نه تنګو ځايي يا ملکي سېلګرو د ملک د نورو صوبو او ښارونو نه د خېبر پښتونخوا د سېل ځايونو ته مخه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG