لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روانه میاشت پاکستان کې کرونا وایرس دنړۍ په کچه تر ټولو زیات خلک وژلي،دمطبوعاتو دعوې


مطبوعاتي رپوټونه وايي روانه میاشت جولایي کې په پاکستان کې د کرونا دناروغانو د مړيني کچه ګرده نړۍ کې تر ټولو زياته ريکارډ کړل شوې ده.

که څه هم دپاکستان اړونده حکومتي چارواکي په دې شميرو پوښتنې راپورته کوي خو بيا دا پخلى هم کوي چى پاکستان دا وخت د کرونا څلورمې څپې سره مخ شوى او د خيبر پښتونخوا په ګډون دګرد هيواد روغتونونو کې دکرونا دناروغانو شميرې زياتې شوې دي.

دپاکستان دشخصي ټیلي ويژن جيو ترمخه دصحت دمرکزي وزارت شميرې ښايي چې روانه مياشت کې په ګرده نړۍ کې د کرونا دمريضانو د مړپنې کچه 2.15 نه 2.17 فيصدي وه خو دې مياشت پاکستان کې دا 2.37 فيصدي ريکارډ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وروستي رپورټونه ښایي پاکستان کې د کرونا وايرس بهیر يو ځل بيا ډير په چټکتیا سره خوريږي.

پاکستان کې په کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي له مخې په تيرو څلیريشتو ساعتونو کې دهیواد بیلابیلو برخو نه د کرونا وایرس 3262 نوې پېښې مخې ته راغلې دي‌اؤ ددې ترڅنګ په دې وایرس اخته 39 کسان مړه شوي هم دي.

د39نورو کسانو دمړینې سره تر دې مهاله په پاکستان کې په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 23087 ته رسېدلې ده.

د وبايي مرضونو ماهر او دصحت په اړه د وزير اعظم عمران خان د ټاسک فورس غړى ډاکټر ارشد جاويد پاکسان کې دجولایي دمياشتې په مهال د کرونا د لاسه دمړو شوؤ تنانو کچه باندې بې باوري ښایي.

خو وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکټر ارشد زياتوي په دې کې شک نشته چې پاکستان دا وخت دکرونا څلورمې څپې سره مخ دى چى لویې علت يې ډاکټر ارشد د ماشومان دسکولونو پرانستل کیدل ګڼي.

نوموړي زياته کړې پاکستان کې دکرونا وايرس نوى شکل ډير په چټکتیا خوريږي.

ډا کټر ارشد وايي د مئ او جون مياشتو کې دخيبر پښتونخوا په روغتونونو کې د کرونا دمريضانو راتګ د نيشت برابر ؤ خو د تيرو څو اوونیو راهسې يو ځل بيا د صوبې روغتونونو کې دکرونا دناروغانو شميرې زياتې شوې دي.

داین سي او سي دشميرو ترمخه پاکستان کې تر اوسه دوه کروړ اؤ دوه پنځوس لکو تنانو ته دکرونا ضد واکسين ورکړى شوي دي دوئ کې دوه کروړ اؤ دوه لکه کسانو ته یو اؤ دوه پنځوس لکه کسانو ته دوه خوراکونه ورکړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG