لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه ویاند:اسلام اباد کابل سره دخپلو سفارتي اړیکو خرابولو هیڅ اراده نلري


پاکستان ویلي افغانستان سره د ډيپلوماټیکي اړیکو دخرابولو هیڅ پلان نه لري،او دا چې په ګاونډي هیواد کې د ځینو عناصرو لخوا منفي څرګندونو ته اجازه نه شي ورکول کیدای چې مهمو اړیکو باندې اغېز وکړي.

په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ اوونیزې خبرې غونډې ته په وینا کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند زاهد حافظ چوهدري له اړخه دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د کابل او اسلام اباد اړیکې د فشار سره مخ دي-

د دواړو هیوادونو خړې پړې اړیکې وروسته له هغې نورې هم خرابی شوې کله چې روانه میاشت افغانستان خپل سفیر اسلام اباد کې دهغه دلور تښتول کیدو دپېښې نه وروسته بیرته خپل هیواد ته وبللو.

ددې ترڅنګ افغانستان کې دجګړو دلمنې پراخیدو اؤ ګډوډۍ مسول هم دافغانستان لخوا پاکستان ګرځول کیږي او افغان دولتي مشران په پاکستان دطالبانو دملاتړ اؤ افغانستان کې دپرله پسې مداخلې تورونه لګوي،چې دې عمل داسلام اباد اؤ پاکستان ترمنځ واټنونه زیات کړي ‌دي.


د نړیوالو چارو پوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک ډیوه سره خبرو کې وایي په داسې حال کې چې په افغانستان کې حالات ډیر خراب دي د دواړو هیوادونو تر منځ داړیکو ځائ ته راوستلو د پاره به دسختو بیانونو او تورونو څخه ډډه کول وي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه تاشقند کې جوړ شوي داسیا دتړون کانفرانس ته خپله وینا کې ویلي وؤ پاکستان د سولې سنجیده خبرو ته دطالبانو په کښینولو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان وزیراعظم داشرف غني په دغه څرګندونو د افسوس څرګندوه کړې وه او ویلي یې وؤ دافغانستان د ستونزې ذمه واري پر پاکستان اچول ناانصافې ده.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امر الله صالح هم په دې وروستیو کې پر پاکستان تور لګولی ؤ چې طالبانو ته په دافغانستان په سیمو کې هوایي مرسته ورکوي خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او بې بنسټه یې ګرځولي وؤ.

د پاکستان وینا ده چې د افغانستان دجنګ حل پوځي نه بلکې سیاسي خبرې دي او په دې اړخ یې د امریکا سره طالبان خبرو ته تیار کړي او اوس هم خپل تر وسه رول لوبوي خو دا هم وایي چې طالبان مجبوره کولی نه شي-

دفاعي څېړنکار بریګیډیر (ریټایرډ) سید نذیر ډیوه ته وایي د افغانستان ستونزې هواري کې پاکستان مرسته کړې،خو دغه ستونزه پاکستان یوازې نه شي هوارولی ددې د پاره پکار ده چې ګاونډیو هیوادونو سره هم رابطې شوې وای خو په دې اړخه د سستۍ څخه کار اخستل شوی دی-

په داسې حال کې چې امریکا او نړیوالو ځواکونو افغانستان څخه د وتلو لړۍ پیل کړې او هلته د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی، په افغانستان کې د تشدد کمولو او د افغان شخړې د سیاسې جوړ جاړي په اړه په بیلا بیلو کچو د خبرو لړۍ روانې دي-

په دې اړه تیره ورځ دامریکا دملي امنیت سلاکار جیک سیلوین او د پاکستان د وزیراعظم د امنیتي چارو سلاکار معید یوسف هم په واشنګټن کې لیدل کتل کړي دي.

بل اړخ ته روانه اوونۍ د طالبانو یو پلاوي د دوحې څخه د چین سفر هم کړی او د چین د مشرانو سره یې لیدنو کې دافغان کشالې په سوله ییز هواري خبرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG