لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په امنيتي پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی پينځه ټپي شوي


د افغانستان سره په پوله د جنوبي وزیرستان په تیارزه تحصيل کې د امنيتي سرتيرو په پوسته بريد شوی چې پکې یو د ملېشې ځواک سرتيري وژل شوي او پینځه نور ټپي شوي. او په بله پېښه کې یو ځايي تن د ماین چاودنې په نتیجه کې ژوبل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې په امنيتي پوسته د بريد پېښه تيره شپه په (30 جولايۍ) د تیارزه تحصيل په اوس پاس علاقه کې شوې ده.

امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي بېګا د شپې ناوخته د امنیتي ځواکونو په پوسته وسله والو ډزې کړي چې تر ډیر وخت پورې يې دوام لرلو.

امنیتي سرچينې ويلي په برید کې د ملېشې ځواک یو عسکر لانس نايک کامل وژل شوی، او پینځه نور ټپي شوي چې پکې د درېو حالت مرګونی دی.

ویل شوي مړي او ژوبل د واڼه روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وايي تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلې علاقې دي.

وي او اې ډيوه ته هغه وويل نور په ضلع کې حالات قابو دي يواځې په لرې پرتو علاقه کې داسې کمې پېښې کيږي.

دا تازه پېښه چې چرته شوې دغه د تیارزه تحصیل اوس پاس نومې علاقه ده کومه چې د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه نه په شمال ختیځ کې نزدې 20 کلومیټره لرې پرته ده.

په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د جولايۍ په مياشت کې په جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ دا پینځمه پېښه ده.

په لومړۍ جولايۍ په تیارزه سیمه کې د اېف سي ځواک په چيک پوسته ترهګر برید شوی، درې سرتيري پکې وژل شوي او درې نور پکې ټپیان شوي وو او په 18 جولايۍ په درېو بېلابيلو پېښو کې د پاکستان یو پوځي عسکر وژل شوی او نهه نور ژوبل شوي وو.

د دې پیښو ذمه داري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه.

ماين چاودنه

په جنوبي وزيرستان کې نن د خالي/ شنبې په سهار د ماین چاودنې په پېښه کې سنګین نومي تن ژوبل شوی دی. د جنوبي وزیرستان پوليسو دغه پېښې تاييد کړې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د ماين چاودنې وروستې پیښه په 15 جولایۍ شوې وه چې پکې لس کلن یو ماشوم وژل شوی وو.

ځايي خلک او پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت په علاقه کې د ماين چاودنو شکايتونه کوي او تور لګوي چې په سيمه کې ماينونه پراته دي د خلکو ژوند په خطره کې دی او د ویرې سره مخ دي پکار ده چې دغه ماينونه پاک کړی شي.

خو د پاکستان د پوځ وياند میجر جنرل بابر افتخار د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملیاتو د څلورو کالو په پوره کیدو میډیا ته ویلي وو، په قبايلو ضلعو کې په ردالفساد عملیاتو کې د ماينونو پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دوه سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي هم دي.

هغه ويلي وو په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG