لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دافغان سفیر دلور قضیه کې نیول شوي کسان یې خوشې کړي


دپاکستان دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي اسلام اباد کې دافغان سفير دلور تښتولو قضيه کې نيول شوي شپږ ټيکسي ډرائیوران بېګناه وؤ ځکه حکومت دوئ خوشې کړي دي.

تر دې وړاندې شيخ رشيد دافغان سفير دلور تښتولو پيښه باندې سوالونه راپورته کړي وؤ او دا یې دپاکستان په ضد سازش ګرځولى ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې دپېښې دشريکو پلټنو لپاره دافغان چارواکو یو پلاوى پاکستان ته راتلونکى دى او د شيخ رشيد د دعوؤ برعکس دافغان خارجه وزارت له خوا جاري شوى بيان کې دافغان سفير د لور دتښتولو اؤ په هغې دتشدد کیدو پخلی شوی دی.

دخالي يا شنبې په ورځ پينډۍ کى ميډيا سره دخبرو په وخت د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد وويل دافغان سفير لور تښتولو قضيه کې نیول شوي شپږ دټیکسي ډرائیوران بې بېګناه وؤ ځکه حکومت دوئ خوشې کړي دي.

هغه وويل د دوئ وزارت دپيښې د پلټنو او دې سره داړونده ريکارډ دپاکستان
خارجه وزارت ته سپارلى دى.

د تير زيارت په ورځ د افغانستان دباندنيو چارو وزارت له خوا جاري کړى شوى بيان ترمخه دافغان سفیر دلور تښتول کیدو په اړوند پاکستاني چارواکو غير ذمه ورانه بيانونو او پريکړو د پپښې پسر د افغان ولس جذباتو ته زيان رسوي او دې سره د پاکستاني حکومت د پلټنو دعمل په هکله هم شک جوړيږي.

دافغان خارجه وزارت بيان کې ددغه پيښې دپلټنو لپاره د افغان دولتي چارواکو دپلاوي پاکستان ته د تګ پخلى هم شوی دی.

وړاندى هم د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د افغان سفير دلور تښتولو کېدو دپېښې په اړه سوالونه راپوته کړي وؤ او دا یې د پاکستان د بد نامولو نړیوال سازش ګرځولى ؤ.

د پاکستان په کچه دبشري حقونو تنظيم ايچ آر سي پي عمومې سيکتر حار ث خليق د افغان سفير د لور دقضيي پسر د شيخ رشيد په دعوؤ نیوکې کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې حارث خليق وويل د افغان سفير د لور پاکستاني روغتون کې باقاعده علاج شوی دى نو څنګه د پاکستان حکومت په دې خلاصيدى شي چي د سره دا پيښه شوې نه ده؟

د روانې مياشتې په ١٧ نيټه اسلام اباد کې دافغان سفير لور هغه وخت د ټيکسي دننه نامعلومه تنانو ځورولې وه کله چې هغې د اسلام اباد نه پنډى ته سفر کولو.

ددغه پيښې پسر افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نه دافغان سفير او ټولو سفارتي مامورینو بيرته افغانستان ته د راغوښتو پريکړه کړې وه.

پاکستان کې مخالفه ګوندونه هم د افغان سفير د لور تښتولو پيښه د حکومت ناکامي بولي.

دوئ دپيښې په اړوند دشیخ رشید دبیانونو غندنه او د هغې د استفعا غوښتنې هم کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG