لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ښځو جنسي تیري کوونکي دې په ډاګه تیزندي کړل شي،دپارلیمان دښځېنه غړو غوښتنه


پاکستان کښې په زنانه ؤ دتشدد د زیاتیدونکو‌ پیښو نه وروسته دپارلیمان ښځینه غړو د دداسې مجرمانو دپاره په ښکاره دتیزندۍ کولو سزا غوښتنه کړې ده چې په ښځو جنسي تشدد کوي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې نزدې ورځو کې اسلام آباد کښې د پاکستان د یو پخواني سفیر لور، نور مقدم دیو کور دننه وژل شوې وه اؤ دهغې سر د تن نه جدا کړی شوی ؤ.

اسلام اباد کښې میډیا سره دخبرو په وخت دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي که چرې ددوئ په وس کښې وه نو دوئ به د نورمقدم قاتل خپله ویشتی ؤ.


دکورنیو چارو وزیر دومره سخت بیان وروسته له هغې ورکړی چې تیره ورځ د پاکستان پارلمان کښې د حزب اختلاف اؤ حکومت زنانه غړو، په ښځو په دتشدد اؤ جنسي تیري پېښو کې ککړو مجرمانو دپاره په ښکاره د تیزندۍ کولو د سزا غوښتنه کړې ده.

پارلیمان کښې د نور مقدم په وژنه اؤ د میرمنو په ضد دسیوا شوي تاؤ تریخوالي په لړۍ دبحث په وخت د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ د قامي اسمبلۍ ښځېنه غړې مهناز عزیر وئیلي دي موجوده وخت پاکستان کښې د یوې وړې ماشومې نه واخله دلویې عمر ښځې پورې څوک هم محفوظه نه دي اؤ دلته هره ورځ په زنانه ؤ د تشدد پېښې رپورټ کیږي.

مهناز عزیر غوښتنه کړې ده داسې کسان چې په ښځو تشدد کوي، دوئ سره جنسي زیاتی کوي، باید چې په ښکاره تیزندي کړی شي.

د بشري حقونو د پاره مرکزي وزیرې شرین مزاري هم په زنانه ؤ د زیات شوي تشدد په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده اؤ ویلې یې دي د مور، لور، د خور په توګه زنانه د غیرت په نامه قتل کیږي اؤ‌ خلک باید په دې پوهه شي چې د لور خور اؤ مور نه وړاندې زنانه خپله هم انسان دی اؤ هم دومره حق لري څومره چې سړي لري.

د بشري حقونو د وزیرې وینا وه په زنانه ؤ تشدد کوونکو دپاره قانون موجود دی اؤ په دې هم دعمل ضرورت دی خو په زنانه ؤ دتشدد لړۍ ترهغه وخته پورې نه شي ودردی ترڅو چې دټولنې مجموعي فکر کښې دا بدلون نه وي راغلی چې ښځې هم بنیادي بشري حقونه لري.

دپاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلې غړې شاهده رحمان پارلیمان ته ویلي موجوده د پاکستان تحریک انصاف حکومت دعوه کوي چې یو روشن خیاله حکومت دی خو هم دغه پارلیمان نه په کور دننه په زنانه ؤ تشدد ودرولو دپاره یوه قانوي مسوده منظور شوه خو دې حکومت بیا کتنې د پاره اسلامي‌نظریاتي کونسل ته ولېږله،

هغې وویل "ایا دې پارلمیان کښې موجود ۶۹ زنانه غړو نه چا دا تپوس وکړو چې دوئ سره تړلې قانون سازي د بیا کتنې د پاره اسلامي نظریاتي کونسل ته لیږل کیږي؟"

وړاندې د اسلامي نظریاتي کونسل پخواني مشر مولانا محمد خان شېراني په ښکاره په کور دننه په ښځو لږ ډیر تشدد جائز ګرځولې ؤ.

پاکستان کښې په دښځو په ضد په زیاتیدونکي تشدد څو واري د بشري حقونو عالمي اؤ سیمه ییزو تنظیمونو اندیښنې ښودلې دي،

ددې ترڅنګ بیلابیل رپورټونه وایي دلته هره ورځ لږ تر لږه یوولس ماشومان هم د جنسي تشدد ښکار کیږي.

نزدې ورځو کې دبشري حقونو غړو د وزیراعظم عمران خان دهغه بیان هم په سختو ټکو کښې غندنه کړې وه چې پکې وزیراعظم عمران خان د زنانه ؤ لباس دوئ سره د جنسي زیاتي یوه وجه ګرځولې وه خو دخلکو لخوا د وزیراعظم په دغه بیان دسختو نیوکو نه وروسته روانه اوونۍ عمران خان ویلي وؤ زنانه چې هر رقم جامې واغوندي، دوئ سره که زیاتی کیږي نو ګناهګار هم زیاتي کوونکې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG