لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمسیدو جرګه:وزیرستان کې دې امن ټينګ اؤ بېګناه نیول شوي کسان دې خوشې کړل شي


په جنوبي وزيرستان کې د ماسید قبیلې یوې جرګې حکومت نه د ناامنۍ دمخنیوي غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې دعملیاتو په پایله کې دې دعامو خلکو د کورونو بې حرمتي نه کیږي او دې دوران کې نیول شوي بېګناه کسان دې خوشي کړی شي.

خو پولیس او پوځ وایی دعلاقې حالات په قابو کې دي او د وسلو پرضد عملیات روان دي ترڅو چې دعام ولس ژوند خوندي کړل شي.

نن داتوار یا سه شنبې په ورځ په بارون سیمه کې ترسره شوې جرګه کې درې غټې غوښتنې شوي دي چې پکې په لومړي سر کې په سيمه کې د امنيت په ځای کولو غوښتنه شامل ده.

جرګې دوېمه غوښتنه کړې چې د وسله والو بریدونو وروسته دې عام خلک نه ځورول کیږي او که حکومت عملیات کوي وړومبی دې دوئ ته خبرتیا ورکوي او د خلکو د کورونو د ناموس خیال دې ساتل کیږي .

د جرګې درېمه غوښتنه وه چې دعملیاتو وروسته دوئ پر امن وزیرستان ته ستانه شوي او دا علاقې چې اوس په صوبه کې ورکډې شوې که د عملیاتو پرمهال کوم خلک نیول کیږي هغه که ګنهګار وي عدالت ته دې وړاندې کوي او که بې ګناه وي بیا باید خوشې کولی شي.

په جنوبي وزیرستان کې تیره شپه د ملیشه ځواک په یو پوسته برید شوی ؤ چې پکې یو عسکر مړ او پینځه ژوبل شوي وؤ.

د جولایې په میاشت کې جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ نزدې شپږ پېښې مخې ته راغلې وې چې پکې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وې.

ددغو بریدونو ذمه داري پاکستاني طالبانو منلې ده.

دغه تازه د ناامنۍ پیښې چې په کومه علاقه کې شوې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي او دا علاقې يې پاکې ګرځولې دي.

د جرګې يو ګډون وال او د پي ټي ایم فعال شاه فیصل غازي وايي دوئ دغه جرګه ځکه رابللې چې په علاقه کې بدامني دوام لري.

هغه ویل د ناامنې تر پیښو وروسته د لټون عملیاتو کې عام ولس ځورول کیږي او دامنیتي ادارو لخوا نیول کیږي.

شاه فیصل غازي دعوه وکړه چې د ورستیو پیښو وروسته د علاقې نه 15 کسان نیول شوي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دغه نیول شوي کسان که ګنهګار وی بیا دې عدالت ته وړاندې کړي او که بې ګناه وي بیا دې خوشې کړل شي.

هغه وویل له دې پیښو وروسته دوئ ته ګواښونه کیږي او که ددې جرګې په غوښتنو عمل نه وشو بیا به د روانې اګست میاشتې په څلورمه نیټه مولا خان سرائ سیمه کې بله لویه قامي جرګه کیږي.

امین الله نومي تن ډيوه ته وويل اته کاله د کډوالۍ د ژوند تیرولو وروسته دوئ ته ويل شوي ؤؤ چې په علاقه کې امن په ځای شوی، خو هغه وایي په علاقه کې کورونه وران شوي او په نا امنۍ کې هیڅ فرق نه دی راغلی او هره ورځ په علاقه کې وسله وال بریدونه ترسره کیږي.

هغه وویل دوئ نه ټوپک لري ،په صوبه کې ورګډ شوي اوس امنیت په ځائ کول د حکومت کار دی خو حکومت بیا د دوئ نه د امنیت د ټینګښت ټینګار کوي.

هغه وویل د ناامنۍ د لاسه دوئ بیا دخپلو کورونه په پریښودلو مجبور شوي دي.

د سيمې نه دصوبې داسمبلۍ غړی قاري اعصام الدین وايي هغه په سيمه کې د امنيت خبره په اسمبلۍ کې راپورته کړې په مطبوعاتو يې دغه ټولې خبرې راپورته کړي خو د دوی په غوښتنو غور نه کيږي.

په دې اړوند ډیوه دسیمې پولیس او انتظامیه سره د رابطې هڅه وکړه ترڅو دهغوئ نظر هم ترلاسه کړي خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

تیره ورځ د جنوبي وزيرستان د پوليسو ضلعي مشر (ډي پي او) شوکت علي ويلي وؤ تازه دبدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلې علاقې دي.

هغه ویلي وؤ دا کومې پیښې چې کیږي دا د وسله والو پرضد د عملیاتو کولو نتیجه ده. پولیس ژمن دي چې امن پرځائ کړي.

وي او اې ډيوه ته هغه وويل نور په ضلعه کې حالات قابو دي يوازې په لرې پرتو علاقو کې داسې کمې پېښې کيږي.

هغه ویلي امنیتي سرتیرو دغه کسان د شک په بنیاد نیولي دي پلټنې ترې روانې دي که بې ګناه وي بیا به یې خوشي کړي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG