لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزئ:افغانستان کې دبل اور دلمبو نه پاکستان هم په امن نه شي پاتې کیدای


دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي افغانستان کې دبل اور دلمبو څخه پاکستان هم په امن نه شي پاتې کیدای اؤ په دغه هیواد کې امن هله راتلی شي چې دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولرل شي.

تیره ورځ دچمن سرحدي ښار کې دګوند دپخواني صوبایي مشر ارواښاد عثمان کاکړ د مرموزې وژنې راجوړې شوې یوې احتجاجي جلسې ته خپله وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي "په افغانستان کې امن هله راتلی شي چې دغلته ددې هیواد خپل بېرغ ورپیږي اؤ هرڅوک چې په افغانستان واکمن وي خو افغان به وي"

هغه وویل که افغانستان کې دپردیو لاسوهنې روانې وي نو دسیمې اؤ نړۍ امن به هم د ګواښ سره مخ وي اؤ پر دغه خاوره دبل اور لمبې به پاکستان ته هم راځي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبان دعوه کوي دافغانستان ۸۵فیصدي خاوره یې دخپل واک لاندې راوستې خو افغان دولت دا دعوه یوازې پروپیګنډه بولي اؤ وایي که طالبان رښتیا هم دومره سیمې په لاس کې لري نو ولې یې مشران بیا په نورو هیوادونو کې ژوند کوي ؟

محمود خان اڅکزي دپاکستان سره پیوست دافغانستان په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک دطالبانو دقبضې وروسته هلته په شوؤ وژنو سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل سپین بولدک کې هغه خلک وژل شوي چې په جګړه کې تسلیم شوي وؤ.

د محمود خان په وینا داسلامي فتوحاتو تاریخ ته که وکتل شي نو په جګړه کې تسلیم شوي خلک هیچا نه دي وژلي خو دا چې تسلیم شوي افغانان هم وژل کیږي،دبشري،اسلامي اؤ پښتنې اقدارو ضد اقدام دی.

په دې وروستیو کې دبشري حقونو سازمانو ویلي چې دسپین بولدک جګړو کې طالبانو ګڼ شمیر ځایي خلک اؤ تسلیم شوي عسکر وژلي خو طالبانو بیا دا رپورټه رد کړي اؤ ویلي یې دي دغه خلک د دواړو لوریو په ماښام جګړه کې وژل شوي دي.

د عثمان کاکړ دمرموزې وژنې په ضد راجوړې شوې دې احتجاجي جلسې ته خپله وینا کې د ارواښاد کاکړ زوئ خوشحال خان کاکړ یو وارې بیا دخپل پلار د وژل کیدو دپېښې دپلټنو غوښتنه کړې اؤ تور یې لګولی چې دهغه پلار دپښتون دښمنه قونونو لخوا وژل شوی دی.

عثمان کاکړ په ۲۱م جون دخپل کور دننه زخمي شوی ؤ چې وروسته یې دکراچۍ په یو روغتون کې خپل ژوند لاسه ورکړی ؤ.

په وړومبي سر کې داسې دعوې شوې وې چې عثمان کاکړ دخپل کور دننه غورځېدلی اؤ په سر لګیدلی چې له هغې امله مړ شوی دی .

خو دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران اؤ دعثمان کاکړ زوئ دعوه کوي چې هغه غورځېدلی نه بلکې د کور دننه پرې برید شوی.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند په غوښتنه حکومت ددې پېښې دپلټنو دپاره دوه کسیزه قضایي کمیشن جوړ کړی چې دا کمیشن دیادې پېښې په پلټنو بوخت دی خو تر اوسه یې لا ددې پېښې جذئیات یا پلټنې دچا سره نه دي شریکې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG