لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې واړه کاروباریان ولې بینکونو نه پورونو اخستو کې پاتې راځي ؟


په خېبر پښتونخوا کې واړه کاروباريان وايي د حکومت لخوا ورته قرضې په اسانه نه ورکړل کيږي او د بینک نه قرضې اخستل يوه اوږده او جنجالي پروسه ده۔

خو کار پوهان وايي په صوبه کې ډير کاروباريان د حکومت دقرضې ورکولو معيار باندي پوره نه وي ځکه چې دوئ د خپل روزګار حساب کتاب په ليکلي شکل او حکومت ته ټېکس ورکولو د پاره نه وي رجسټرډ کړی۔

حکومتي چارواکي وايي دوئ د ځوانانو د روزګار، کورونو او نورو يو شمېر منصوبو دپاره په اسانو شرطونو د قرضې ورکولو پروګرامونه لري۔

دچارسدې دشبقدر تحصیل يو استوګن منصف خان ډيوه ته وويل دتعليم سرته رسولو وروسته يې دخپل روزګار په غرض د موبايلو دوکان پرانستې ؤ اؤ غوښتل یې چې د حکومت لخوا دځوانانو دپاره جوړ دقرضې سکيم نه پينځه لکه روپۍ پور واخلي.

هغه وایي خو داتوؤ مياشتو دکاغذي کارروايانو او د بینک د عملې د معائنې باجود هم ورته ديو ميسج دلارې فقط دومره وويل شو چې ته د قرضې اخستو جوګه نه يې او اوس يې د پېسو دنشتوالي له امله د موبايلو دوکان هم ختم کړی او بې روزګاره ګرځي۔

په پاکستان کې مطبوعاتي راپورونه وايي په ملک کې د زراعت نه علاوه په ملک کې د روزګار اتيا فيصده فرصتونه یا موقعې د وړو کاروبارونو سره پېدا شوې دي خو دوئ ګيله کوي چې د بینکونو نه قرضې ورته په ګرانه ترلاسه کیږي او ډيره برخه قرضې سترو کاروباريانو ته ورکړل کيږي۔

خو د پاکستان ماربل ايسوسي ایشن د مرکزي کميټۍ غړی اصغر خان وايي په خېبر پښتونخوا کې اکثر له واړه روزګاريان دخپل کاروبار ليکلی حساب کتاب نه ساتي او حکومت ته دټیکس ورکولو ګوشوارې یا رسیدونه هم نه جمع کوي چې د قرضې ورکولو په وخت بيا بینکونو ته بشپړه کاغذي کارروائي مکمل نه کړی شي او د قرضې اخستو نه محرومه پاتې شي او د نورو صوبو خلک دغسې سکيمونو نه ګټې پورته کوي او خپلو روزګارونو ته وده ورکوي۔

د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د صنعتونو سلاکار عبدالکريم څو ورځې وړاندې ډیوه ته ويلي وؤ حکومت په صوبه کې څلیريشت بيلینه روپۍ د قرضو ورکولو د پاره بېلې کړې دي،

دهغه د وینا له مخې څلور اربه روپۍ ځوانانو ته قرضې ورکولو د پاره، لس اربه وړو کاروبارونو ،او لس اربه د کرونا نه اغېزمنو خلکو د پاره بغېر د سود نه قرضې ورکولو د پاره ايښودل شوي دي.

د وزیراعلا سلاکار ویلي وؤ ددې تر څنګ دپاکستان حکومت کمرشل بینکونو ته د کورونو جوړولو دقرضو په مد کې رعایتونه ورکوي او ددې دپاره یې کمرشل بینکونو ته ۳۰ اربه روپۍ هم ورکړي کمرشل بینکونه وایي دا پورونه د ۲۰ کالو دپاره د سود په کمه شرحه ورکول کیږي.

خو څيړونکي وايي تر څو چې کاروباريان د قرضې اخستو د پاره د بېنکونو شرطونه پوره نه کړي ترهغې دداسې منصوبو نه ګټه نه شي پورته کیدای

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG