لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا پولیسو خپل وژل شوي اتلان نمانځلي


دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګری په ضد روانه جګړه کې دوژل شوؤ پولیس سرتیرو اؤ افسرانو ورځ دچهارشنبې په ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په دغه صوبه کې دپولیسو په ضد دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.

سرکاری شمیری وائي په تیرو ۲۰ کالو کې دخیبر پښتونخوا صوبې دننه دترهګرۍ په بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵۰۸ پولیس سرتیري اؤ‌ افسران وژل شوي دي اؤ په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوؤ‌ پولیسو دیاد غونډو نمانځلو په مهال دپښتونخوا دبیلابیلو ضلعو پولیس افسرانو ژمنه کړې چې د خاورې اؤ ولس دپاره به دهیڅ رقم قربانیو څخه مخ ستون نه کړي.

د وژل شوؤ پولیسو په یاد دا ورځ هرکال په څلورم اګست نمانځل کیږي چې په دې موقعه پولیس افسران اؤ سرتیري دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوؤ پولیس افسرانو اؤ سرتیرو قبرونو ته ورځي اؤ دهغوئ په قبرونو د ګلونو امیلونه خوروي.

پېښور کې په جنایي جرمونو اؤ دپولیسو په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی جاوید عزیز وایي دپولیسو د وژل شوؤ سرتیرو اؤ افسرانو په یاد دا ورځ نمانځل وروسته له هغې پیل شوې چې په کال ۲۰۱۰م کې په څلورم اګست پېښور کې دپولیسو یو لوړپوړی مشر صفوت غیور یو ځانمرګي برید کې وژل شوی ؤ.

دصفوت غیور په قبر مرکزي دستوره

پېښور کې دپولیسو د وژل شوؤ سرتیرو ورځ د ورځې نمانځلو مرکزي دستوره دپېښور دپولیسو دپخواني مشر صفت غیور په مزار شوې چې دغلته دپېښور سي سي پي او عباس احسن اؤ ایس ایس پي یاسر اپریدي د ارواښاد صفت غیور په قبر دګلونو امیلونه خواره کړي دي.

دپېښور وایي دا ځل یې دنور کله په پرتله دخپلو سرتیرو په یاد دا ورځ په سادګۍ سره نمانځلې اؤ علت یې دا دی چې په دې ورځو کې په ګرد هیواد کې د کرونا وبا خوره ده اؤ هم دصوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري اؤ یو شمیر نور ګڼ لوړپوړي پولیس افسران دا مهال په کرونا وایرس اخته دي.

دپېښور دپولیسو دمشر عباس احسن په وینا دکرونا وبا له امله که هرڅو د دستورو په راجوړولو کې داحتیاط نه کار اخستل شوی خو هغه وایي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپښتونخوا پولیسو کومې قربانۍ ورکړي هغه دټول قام اؤ په ځانګړي ډول دپولیس محکمې ویاړ دی اؤ پولیس خپل دا شهیدان کله هم نه شي هیرولی.

ښاغلي عباس احسن وي او ای ډيوه ته ویلي چې دپښتونخوا دپولیسو تاریخ دقربانیو نه ډک دی اؤ که هر شان حالات په وطن راغلي وي نو پولیسو دخپلو سرونو دپرواه کولو نه بغیر دخپلې خاورې اؤ ولس ساتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دپېښور دپولیسو مورال اوچت دی اؤ په لوړه حوصله دخپلو خلکو ساتنې ته متواتر چمتو دي.

ترهګرۍ کې د ژوبل پولیسو تاثرات

د خیبر پښتونخوا په مردان ضلعه کې هم دپولیسو په مرکز کې په دې اړوند یوه مهمه دستوره راجوړه شوې وه چې پکې د مردان ډویژن دپولیسو اؤانتظامیې مشرانو اؤ دپارلیمان غړو برخه لرله.

ددستورې ګډون والو د ترهګرۍ په ضد جګړه کی وژل شوؤ پولیس سرتیرو او افسرانو ته د عقيدت پیرزونې وړاندې کړې او په دې جګړه کې یې دپولیس د کردار ستائنه وکړه.

د دستورې یو برخه وال د مردان ضلعې د طورو ميرې استوګن ساجد علي وي او ای ډیوه ته وائي هغه د پولیس په ایلیټ فورس سرفروش کې دنده ترسره کوله خو د پیښور په متنو سیمه کې د ترهګرو سره په کال ۲۰۱۰ کې په یوه نښته کې ژوبل شوی ؤ.

هغه وایي دتیرو یوولسو کالو راهسې د ژوبل کیدو له امله بیا کټ پروت دی اؤ د اوږدې مودې له علاج روسته هم د هغه ژوبل شوی پښه جوړه نه شوه او اوس دکینسر په ناروغی اخته شوی دی.

دغه پولیس سرتیری وایي ډاکټرانو تری په دې خاطر یوه پښه غوڅه کړې ده ترڅو ژوند یې وژغورل شي.

هغه وایي وطن اؤ ولس دپاره پخپله ورکړې قربانۍ ستومانه نه دی بلکې ویاړ پرې کوي.

په دستوره کی موجود یو پخوانی پولیس انسپکټر ماسم خان چې دمردان استوګن دی اؤ دهغه یو پولیس عسکر زوئ اسرار خان د روان کال د مئ په ۲۸ نیټه د ترهګرو سره په نښته کې وژل شوی،

ماسم خان وائي دخپل وژل شوي عسکر زوئ اسرار خان نه ورته شپږ ماشومان یتیمان پاتې شوي او د هغوئ پالنه اوس دی کوي.

ماسم خان وایي که پولیس دغه قربانۍ ورنه کړی د کومو چې هغوی سوګند پورته کړی نو دقام خوبونه به ختم شي.

دپښتونخوا پولیسو څه کړي ؟

د مردان ضلعي پولیس افسر یا ډي پي او ډاکټر ذاهد الله وايي پولیس د ترهګری په ضد جنګ کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل پولیس ټریفک کنټرولوي، دکرونا په ضد جنګ کې کردار لوبوي ،امن وامان ساتلو کې دوئ په وړومبي قطار کې ولاړ دي او ترهګرۍ په ضد جنګ کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي او که بیا هم چرې د ترهګرۍ پېښې زیاتیږي نو دوئ به قام نه مايوسه کوي او دې جګړې ته به په هسکه غړۍ ولاړ وي.

سږکال پښتونخوا کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په صوبه او پخوانیو قبايلي ضلعو کې په پولیسو هدفي بریدونه یو وارې بیا چټک شوي دي.

تیره ورځ په شمالي وزیرستان میرانشاه سیمه کې دپولیسو یو ایس ایچ او په هدفي وژنه کې په نخښه کړل شوی ؤ .

تر دې یوه ورځ وړاندې په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې د پولیو ډلې ساتونکی پولیس عسکر شوی وژل شوی ؤ.

همداشان تیره اوونۍ په مردان او پیښور ضلعو کی هم پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

دپولیسو اؤ جنایي جرمونو په اړه دپېښور وتلی خبریال ښاغلی جاوید عزیز وایي دکال ۲۰۰۰نه راپدیخوا تیرو شلو کالو کې په ځانمرګي اؤ هدفي بریدونو،بمي چاودنو اؤ دپولیس مقابلو کې لږ تر لږه ۱۵۰۸ پولیس افسران اؤ سرتیري وژل شوي اؤ په زرګونو نور معذوره شوي یا سخت ژوبل شوي دي.

پخپله یوه تازه څېړنه کې ښاغلي عزیز لیکلي په څلورم اګست کال ۲۰۱۰م کې په پېښور کې دپولیسو یو لوړپوړی مشر صفوت غیور یو ځانمرګي برید کې وژل شوی ؤ چې اوس په دغه ورځ یعنې څلورم اګست هرکال دا ورځ دپولیسو د وژل شوؤ سرتیرو په نوم نمانځل کیږي.

دجاوید عزیز دڅېړنې له مخې دصفوت غیور نه وروسته محمد اشرف نور تر ټولو لوړپوړی پولیس افسر ؤ چې دترهګرۍ یوه پېښه کې یې خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ.

همدا شان په دې شلو کالو کې په خیبر پښټونخوا کې دوه ډي ایي جیز،یو ایس ایس پي،،شپږ ایس پي،۱۷ ډي ایس پي افسران،۳۲ انسپکټران،۱۲۵ سب انسپکټران ،۸۵ ای ایس ایي افسران،اؤ ۱۵۲ حولداران وژل شوي.

همدا شانه ۱۰۸۷ دپولیس سپاهیان هم په دې جګړه کې قرباني شوي چې ښځینه پولیسې هم پکې شامل دي..

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG