لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې پرله پسې دپښتنو سیاستمدارانو وژنې ترشا څه پیغام لري؟


ملت پاله پښتانه سیاسي مشران اؤ څېړونکي په بلوچستان کې دتیرو څو میاشتو په مهال د درېوؤ تکړه پښتنو سیاستمدارانو اسدخان اڅکزي،عثمان کاکړ اؤ عبېدالله کاسي وژنې سیمه کې د ترهګرۍ په ضد اؤ افغانستان کې دسولې لپاره دغږ پورته کولو دمخنیوي هڅه بولي اؤ وایي دا وژنې اصل کې دپاکستان د ریاستي ادارو د وقار وژنه ده.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې د مرکزي کمېټۍ غړی عبيدالله کاسی په 26 جون د کوټې ښار ته نزدې له کچلاغ سيمې څخه لا درکه شوی وو اؤ نن د زیارت په ورځ یې په زولنو کې تړل شوی مړی د پشين په سرانان کې دسړک پغاړه موندل شوی دی.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان دعبیدالله کاسي په وژنه خپل غبرګون کې ویلي “ریاست دې مونږ ته جواب راکړي ،که چرې دای این پی دملګرو په تحفظ ورکولو کې ناکام وي نو بیا به مونږ پخپل تحفظ کې ازاد یو، بیا به هیڅ خنډ وخار نه زغمو”

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د عبېدالله کاسي په وژنه په ټویټر لیکلي پښتانه ملت پاله ستمداران یو په بل پسې وژل کیږي اؤ موخه یې داده ترڅو دوئ غلي اؤ عام خلک وویرؤل شي.

هغه وایي دغم په دې شیبو کې د عبېدالله کاسي دکورنۍ اؤ عوامي نیشنل ګوند سره ولاړ دی

دپاکستان یو وتلی خبریال حامد میر وایي تر۴۰ ورځو عبېدالله کاسي د تښتوونکو په ولکه کې ژوندی ؤ خو دتاوان په نه ورکولو هغه وژل شوی دی.

حامد میر وایي دعبیدالله کاسي وژنه دهغو ټولو ریاستي ادارو ناکامي ده چې دبلوچستان په ګوټ ګوټ کې یې چیک پوستې جوړې کړي دي.

دحامد میر په وینا تښتوونکو سیاسي فعال نه بلکې د ریاستي ادارو وقار وژلی دی.

څېړونکی اؤ دعوامي نیشنل ګوند وتلی فعال خادم حسین وایي تیرو څو میاشتو کې یې بلوچستان کې د روښانفکره ملت پاله مشرتابه دریمه وژنه وکړه، وړومبی اسدخان اڅکزی ،بیا عثمان کاککړ اؤ دادی نن یې عبیدالله کاسي ووژاه.

هغه په ټویټر لیکلي دترهګرۍ په ضد منطقه اؤ افغانستان دسولې اؤ دمحکومو قامونو دغږ پورته کولو دغه سزا راکوي

تر دې وړاندې دعوامي نیشنل ګوند دبلوچستان ایالت ویاند اسدخان اڅکزی په کال ۲۰۲۰م کې په ۲۵م ستمبر دکوټې نه نامعلومو کسانو پورته کړی ؤ اؤ بیا یې په ۲۷مه فرورۍ دکوټې په نوهسار سیمه کې مړی دیو کوهي دننه موندل شوی ؤ.

همداشان په نزدې وختونو کې چې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دبلوچستان مشر عثمان کاککړ چې په مرموزه توګه مړشوی دهغه کورنۍ اؤ ګوند هم دعوه کوي چې په عثمان کاککړ برید شوی اؤ په سر دګزار خوړلو له امله مړ شوی دی.

دپاکستان مرکزي حکومت عموماً په داسې پېښو غلي پاتې کیږي اؤ که کوم حکومتي وزیر د رسنیو دپوښتنو ځواب کې زیات نه زیات غبرګون ښایي نو دا وایي چې قاتلان به دقانون منګولو ته راوستل کیږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG