لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وژل شوؤ پولیسو د ورځې په نمانځلو کې طاهر داوړ ولې له پامه وغورځول شو؟


په ټولنیزو رسنیو نیوکې روانې دي چې د پښتونخوا پولیسو تیرو دوؤ لسیزو کې دترهګرۍ پیښو کې وژل شوؤ 1522 پولیسو ته تیره ورځ د عقیدت کومې پیرزوینې وړاندې کړي هغې کې د وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وژل شوی پولیس افسر طاهر داوړ له پامه غورځول شوی دی.

وژل شوؤ پولیسو ته د پیرزونو وړاندې کولو لپاره دچهارشنبې په ورځ دپښتونخوا بیلا بیلو ښارونو کې پولیسو دستورې ترسره کړې وې او ورځپاڼو دې لړ کې ځانګړي مضامین خپاره کړي کړي دي.

خو په ټولنیزو رسنیو ورځپاڼو کې په خپرو شوؤ مضامینو او انځورونو نیوکې روانې دي چې دې کې د پولیسو د وژل شوي افسر ایس پي طاهر داوړ نه تصویر په نظر راځي او نه هم مضامینو کې د هغه کوم ذکر شته.

د طاهر داوړ د ورور سعید نور داوړ سره چې وایس اف امریکا ډیوه په دې هکله خبرې وکړې چې ایا ددوئ کورنۍ پولیسو سره رابطه کړې ده چې ولې د طاهر داوړ عکس ورځپاڼو کې نه دی خپور شوی؟

نو سعید نور وویل "مونږ نه بلکې ددې سپیناوی به پولیس کوي چې دوئ ولې د خپل افسر تصویر نه دی چاپ کړی"

"ما چې ورځپاڼو کې د خپل ورور تصویر ونه لیدو نو سترګو نه مې اوښکې لاړې. فکر واخستم چې زما د ورور خپلې خاورې لپاره خدمات او قرباني ولې هیره کړل شوه"

هغه وایي "که ته طاهر داوړ د اخبار نه وباسې نو د خلقو د زړونو نه به یې څنګه وباسې"

وي او ای ډيوه چې کله په دې اړه دپولیس مشرانو دنظر اخستو په موخه د پېښور پولیسو دمشر یا سي سي پي او عباس احسن څخه د واټس اپ دلارې په لیکلي پیغام کې وپوښتل چې ولې په دې مهمه ورځ دطاهر داوړ نوم یا انځور په ورځپاڼو کې خپور نه شو ؟نو هغه د ډيوه پیغام ولوستو خو هیڅ ځواب یې ورته ونه ویلو.

البته د کرایم جرنلسټس صدر عظمت خان سره چې دې لړ کې خبرې وشوې نو هغه وویل دا د غفلت مظاهره کیدای شي په شعوري توګه به نه وي شوي. خو بیا هم د غندنې وړ کار شوی دی.

د یادونې وړ ده ایس پي طاهر داوړ د ورځې رڼا په 26م اکتوبر کال 2081م کې سرښار اسلام آباد کې تري تم شو. او بیا اتلس ورځې وروسته په 13l نومبر یې مړی افغانستان کې وموندل شو.

حکومت د طاهر داوړ د وژنې د پلټنو لپاره دګډو پلټنو ډله یا جی آیي ټي جوړه کړې وه.

خو د طاهر داوړ ورور سعید نور داوړ وایي تر دې دمه دوئ ته هیڅ معلومات ورنکړل شول چې جی آيي ټي راپور جوړ کړو که نه او د طاهر داوړ وژنه کې څوک ککړ وؤ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG