لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سینیټ کې پوځي عدالتونو نه سزا شوؤ کسانو ته داپیل دحق ورکولو غوښتنه شوې


دپاکستان سینیټ کې دحکومت مخالفه ګوندونو غړو دریځ خپل کړی چې ديو پوځي عدالت نه سزا شوي هندي وګړي کلبوشن ياديو ته  اپيل دحق ورکولو نه وړاندې دا حق باید حکومت خپلو وګړو ته ورکړي.

دپاکستان سینیټ کې دحکومت مخالفه ګوندونو غړو د پوځي عدالتونو نه سزا شوؤ ملزمانو یا تورنو کسانو ته د اپيل دحق ورکولو غوښتنه کړې ده او دريځ یې خپل کړى چې ديو پوځي عدالت نه سزا شوي هندي وګړي کلبوشن ياديو ته اپيل دحق ورکولو نه وړاندې دا حق باید حکومت خپلو وګړو ته ورکړي.

بل اړخ ته دقانون مرکزي وزير فروغ نسيم خبردارى ورکړی که پاکستان دانصاف دنړيوال عدالت د پريکړى په اساس دکلبوشن ياديو دقضيې نيمګړتياوې لرې نه کړي نو هند دا معامله په نړيواله کچه دپاکستان په ضد کارولى شي.

دسينيټ دقانون او انصاف دکميټۍ غونډه کې دمخالفو ګوندونو غړو پاکستان کې د ترهګرى او جاسوسۍ په تور دپوځي عدالت نه دمرګ دسزا سره مخ هندي وګړي کلبوشن ياديو ته د اپيل يا بيادکتنې دحق ورکولو په اړه د قانوني مسودې مخالفت کړی دی.

دهند دحکومت لخوا دپاکستان دپوځي عدالت دپريکړى په ضد دانصاف نړيوال عدالت ته شوې عریضه کې دکلبوشن دخپلې قانوني دفاع او قونصلګرۍ دحقونو نه دمحرومه ساتلو معاملې راپورته کړې وې.

نړيوال عدالت پاکستان ته دکلبوشن دقضیې پرېکړې ته د بیا کتنې امر کړی ؤ.

دسينيټ کميټۍ ته وينا کې دقانون مرکزي وزير فروغ نسيم خبردارى ورکړى که د نړيوال عدالت پريکړه عملي نه شوه نو هند دا معامله دملګرو ملتونو سلامتيا کونسل کې د پاکستان په ضد کارولى شي.

دفروغ نسیم دې دریځ ته غبر ګون کې د مخالفه پيپلز ګوند، مسلم ليګ نواز او جميعت علماء اسلام (ف )ډلې د سينيټ غړو په حکومت د غلط بيانۍ تورونه لګولي دي او دريځ یې خپل کړى چې د انصاف نړيوال عدالت دا نه دي ويلى چې د کلبوشن لپاره دې ځانګړی قانون منظور کړى شي.

د مخالفو ګوندونو غړو غوښتنه کړې چې کلبوشن ته د رعايت ورکولو په ځائ باید حکومت لومړى د پوځي عدالتونو نه سزا شوؤ پاکستاني وګړو ته داحق ورکړي.

وي او اي ډيوه سره خبرو کې په دغه غونډه کې شريک د جمعيت علماء اسلام(ف) ډلې سينيټر کامران مرتضا وايي د پاکستان حکومت د پوځي عدالتونو نه سزا شوؤ پاکستانيانو ته د اپيل محدود حق ورکړى خو کلبوشن ته داسې ځانګړى رعايت ورکول غواړي چې دهغه سزا په بشپړ ډول ختمه شي .

د کامران مرتضا په خبره حکومت غواړي چې دکلبهوشن قضيه بیا سويليين عدالت کې پيل شي چې ددې حق نه د پوځي محکمو نه سزا شوي پاکستاني وګړي لا تر اوسه محرومه دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې د سپريم کورټ بار پخواني صدر قاضي انور هم د مخالفه ګوندونو دسينيټرانو ددې دريځ ملاتړ کړی چې يو قانون باید دځانګړي تن د ګټو لپاره نه بلکې د ټول هيواد د وګړو د حقونو خوندي ساتلو لپاره جوړ شي.

د تير جون په مياشت کې قامي اسمبلۍ کلبوشن ياديو ته د اپيل حق ورکولو لپاره د قانوني مسودې منظوري ورکړې وه خو تيره ورځ د سينيټ قايمه کميټۍ غونډه په دې اړه بې نتيجې پائ ته رسيدلې وه.

دپيښور ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته کال ٢٠١٥م کې دپاکستان حکومت د ترهګرۍ په ضد دملي تګلارې لاندې ځانګړي پوځي عدالتونه جوړ کړي وؤ د کوم دستوري معياد چې پائ ته رسيدلى او دا عدالتونه اوس غير فعاله دي۔

دمطبوعاتي رپورټونو دشميرو تر مخه پوځي عدالتونو دترهګرى سنګينو پيښو کې د ککړتيا په تور ٢١٧ تنانو ته سزاګانې اورولې دي چې پکې ٣٤٦ ته د تیزۍ او ٢٧١ ته د بند سزا ګانې ورکړى شوې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG