لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د کاسي د وژنې پرضد بلوچستان کې کاربنديز کړی


کوټه: د عبېد الله کاسي د وژنې پرضد د کاربنديز په مهال د کوټې ښار تړلی پروت دی
کوټه: د عبېد الله کاسي د وژنې پرضد د کاربنديز په مهال د کوټې ښار تړلی پروت دی

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ (اې اېن پي) نن د جمعې په ورځ د خپل تښتول شوي او وژل شوی غړي عبېدالله کاسي د پېښې پرضد په بلوچستان صوبه کې کاربنديز کړی او د صوبې په ځینو برخو کې ګوند احتجاجي مظاهرې هم اعلان کړي دي.

د اې اېن پي د بلوچستان صوبې صدر اصغر خان اڅکزی وايي، د عبېدالله کاسي د تښتونې او وژنې د پېښې پرضد يې ګوند نن په صوبه کې کاربنديز او د درېو ورځو دپاره ماتم اعلان کړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل پرون ورته د کاسي په جنازه کې د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو اعلان کړی او پولیس اې اېن پي او د کاسي کورنۍ ته باور کړی دی چې اغوا کارو ته نزدې رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه دوی د سبا پورې د صوبايي حکومت عملیاتو او د هغې نتيجو ته صبر کوي چې څه نتيجې ورته ورکول کيږي د هغې په رڼا کې به بيا د راتلونکې پرېکړه کړوي.

ضیا لانګو بېګا د کاسي په جنازه کې د خبرو په مهال وويل،

" نن ورځ د ټولو لپاره د غم ورځ ده ، مونږ ډېر کوشش وکړ خو دغه کېس داسي کېس وو چې مونږ مخامخ لاس وراچولی نو د هغه ( عبيدالله کاسي) ژوند ته خطر وو، حکومت هر څه په احتياط سره کول، چې د هغه ژوند خوندي وي، زه دلته تاسو ته باور درکوم چې قاتلان معلوم کړل شوي دي، تر قاتلانو پورې رسېدلي يو، انشاالله په دوې درې ورځو کې به ډيره لويه کاروايي کيږي، حکومت د دې ظاليمانو پر ضد د کاروايۍ او انجام ته د رسولو کوم نيت دی دا به تاسو ووینئ او هغه به تاسو ته په نظر راشي".

د اې اېن پي د کاربنديز په اعلان نن د کوټې ښار او صوبې نور زياتره بازارونه تړلي پراته دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اې اېن پي د نني کاربنديز ملاتړ اعلان کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او د صوبې سيکرټري عبدالرحيم زيارتوال وايي دغه ډول پېښې د نامالومو په کاته کې اچول کيږي، دوی د رياست نه غوښتنه کوي چې په اوسني دور کې يو شی پټ نه شي پاتې کېدی، خو که داسې پېښې کيږي او نامالومې ګڼل کیږي نو دا د اندېښنې خبره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل پکار ده چې په دغه ډول پېښو کې ککړ عناصر د قانون منګولو ته راوستل شي او انصاف وشي.

هغه زیاته کړه په داسې پېښو کې چوپتيا او د ککړو خلکو نه مالومېدو په خلکو کې مايوسي خوره کړې ده، پکار ده چې رياست د زمانو جعلي کارونه پرېږدي او د اولس اقتدار ته اولس ته وسپاري.

د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د مرکزي کمېټۍ غړي عبېدالله کاسي مړی پرون د زیارت/پنجشنې په ورځ (پينځم اګست) ترلاسه شوی وو، هغه د جون په مياشت کې د بلوچستان د صوبې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د کچلاغ څخه تښتول شوی وو.

د عبېدالله کاسي جنازه بېګاه شپه په خپل پلارني کلي (کلي کتير ) کې شوې او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG