لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ریاستي ادارو پارلیمان کې دجنوبي وزیرستان دننه دخلکو دځورونې اؤ سپکاوي تورونه لګول شوي


دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ په غونده کې د وزيرستان دخلکو استازو محسن داوړ او جماالدين په رياستي ادارو جنوبي وزيرستان کې د ځایي ولس د ځورولو او د دوئ د سپکاوى تورونه لګولي دي.

دوئ د حکومت څخه جنوبي وزيرستان کې د نيول شوؤ خلکو د خوشې کولو او د سيمې د حالاتو د ارزؤنې لپاره دغلته دځانګړې کميټې دلېږلو غوښتنې کړې دي.

د جمعى په ورځ د قامي اسمبلى غونډې ته وينا کې محسن داوړ ویلي بلوچستان کې د عوامي نيشنل ګوند دمرکزي کونسل غړي عبيدالله کاسى وژنه د ملت پاله سياستمدارانو دپه نخښه کولو دلړۍ برخه ده.

محسن داوړ وويل د اسد اڅکزي اؤ عثمان کاکړ له وژنو وروسته د عبيدالله کاسي وژنه په ډاګه کوي چې پاکستان کى هر هغه ملت پاله سياستمدار ځورولى شي څوک چې د خپل ولس د حقونو خبره کوي.

د پښتون زغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ جنوبي وزيرستان کې د بدامنى پيښو کې درامتځته شوي زیاتوالي له امله په امنيتي ادارو سختې نيوکې کړې دي.

هغه تور لګولى چې جنوبي وزيرستان کې ترهګر یو ځل بيا منظم کيږي خو دپاکستان امنیتي ادارې په دوئ قابو موندلو کې پاتې راغلې دي خو برعکس په ځایي خلکو پسې یې راخستې اؤ هغوئ بېګناه نیسي.

دپارلیمان غونډې ته خپله وينا کې دبل حکومت مخالفه ګوند جميعت علماء اسلام (ف) ډلى سره تړاو لرونکي دپارلیمان غړي جماالدين په رياستي ادارو د ځايي خلکو د سپکاوي تورونه لګولپ دي.

جماالدين وويل د تيرو څو ورځو راهسې جنوبي وزيرستان کې جګړه نښتې ده، دغلته ايف سي د ولس د کورونو پردې ماتوي او دوئ بېګناه نيسي چې له امله یې لويه شميره کې خلک د وزيرستان نه نورو سيمو ته په کډې کولو مجبور شوي دي.

جماالدين د حکومت څخه د نیول شوؤ کسانو د خوشې کولو او د جنوبي وزیرستان د حالاتو دجاج اخستو لپاره دغلته دځانګړي ډلې دلیږلو غوښتنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دجنوبي وزپرستان لدها او نورو برخو کې د پاکستان په پوځ او پوليس چارواکو له بريدونو وروسته دغلته دامنیتي ځواکونو عمليات دوام لري او د ځاي پوليس مشر شوکت علي هم د ترهګري پيښو کى د زياتوالي پخلی کړی دی.

تیره ورځ دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی ؤ چې پکې د پاکستان د پوځ دیو افسر یا کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي وؤ.

دتېرې یوې اوونۍ په مهال جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ دا څلورمه پېښه وه.

دوه پېښې دتیر اتوار په ورځ په شکتوئ تحصيل کې شوي په يوه چيک پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی او بل ژوبل شوی ؤ.

امنيتي سرچينو ویلي وؤ په بله پېښه کې د ماينونو په پاکولو مامورو سرتيرو باندې ماين چاودنه شوې او دوه نور سرتيري پکې ژوبل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ لدها سب ډوېژن کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پولیس سرتيري په خپل ګاډي (موبايل وېن) کې بیرته د ډیوټۍ څخه ستنېدل او دماين چاودنه پرې شوې وه چې پکې يو سرتيری ژوبل شوی وؤ.

د تیرو پیښو وروسته د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي.

وي او اې ډيوه ته هغه وويل نور په ضلعه کې حالات قابو دي يوازې په لرې پرتو علاقه کې داسې کمې پېښې کيږي.

دغه تازه پېښې چې په کومه علاقه کې کیږي په کال 2009کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي وؤ او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG