لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو سېوا کولو غوښتنه کړې


د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان د کډوالو دپاره حکومت نورې پېسې جاري کړي خو کډوال وايي په دغو مالي مرستو اوس د دوی ګوزاره نه کيږي او ځینې کډوال د مرستو نه محرومه دي یا خو دې دغه پېسې زیاتې شي ټولو کډوالو ته دې ورکړی شي او يا دې بيا دغه کډوال بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي، د شمالي وزیرستان څخه کډوالو 15زره 229 کورنيو ته د مرستو دپاره يې 18کروړه 45 لکه روپۍ جاري کړي خو کډوال وايي دا مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي یا دې مرستې سېوا کړي یا دې بیا دوی بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

پي ډي اېم اې په خبر پاڼه کې ويلي دا د دوی د مياشتې خرچ دپاره جاري کړی شوې پېسې دي چې د پي ډي اېم اې سره د شمالي وزيرستان کومې 15زره229 کورنۍ رجسټرډ دي هغو ته به دا د 12زر روپو کورنۍ په حساب د وړاندې په څېر د موبايل سيم د لارې په دې دوه یا درېو ورځو کې ترلاسه شي.

د پي ډي اېم ای ترمخه دا د شمالي وزیرستان کډوالو ته د مرستو د پېسو ورکولو 84م قسط دی. او د خېبر او شمالی وزیرستان کډوالو ته به د خرڅ يا راشن دپاره نورې اته زره روپۍ په دې طریقه ورکولی شي.

خو د شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملياتو څخه بې کوره شوي کډوال وايی د بې کوره کېدو یې د 7 کاله نه زیات وخت وشو، په دې بې کورۍ کې د سختو مشکلاتو سره مخ شوي خو بیرته خپلو سیمو ته نه ستنول کیږي.

کډوال وايي د دوی د بيرته خپلو سیمو د تلو انتظام دې وشي چې په مستقل توګه د کډوالۍ د ژوند نه ازاد شي.

خو حکومتي چارواکي وایي د شمالي وزيرستان هغه علاقې چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي هغه لا پوره نه دي پاکې کړی شوي او هلته کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دي او دا وخت چې څومره خلک کډوال دي زيات د هغو علاقو سره تعلق لري.

د شمالي وزيرستان کډوال چې د بنو د بکاخېل کېمپ څخه بهر په شاړه کې پاتې کیږي وایي په دې کډوالۍ کې د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

نندر خان نومي د پوخ عمر یو کډوال وایی ځانله يې په خپله د پاتې کېدو بندوبست کړی دی، وايي حکومت خو يې بيرته خپلو علاقو ته نه ستنوي، دغلته دې ورته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وايي د دوی سره کېدونکې مالي مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي دا دې سېوا کړی شي.

هغه وایی په دې کډوالۍ کې يې ماشومان بې تعلیمه کیږي او د ناروغانو د علاج دپاره پیسې نه لري.

هغه زياته کړه يو خو دغه مرستې کمې دي او بل دا چې په وخت هم نه ورکړل کيږي دوه یا درې میاشتې ځنډ پکې راځي چې بیا د کور ضروریات پوره کولو لپاره په قرضونو کولو مجبور شي.

د شمالي وزيرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي وايي، په 2014م کې چې دوی بې کوره شو دغه پېسې ورته اعلان شوې وې، تراوسه پورې ګراني ډېره سېوا شوې ځکه دغه مرستې دې سېوا کړی شي.

هغه زياته کړه د رجسټرډ کډوالو په دوه هومره کډوال نور هم دي، کرونا وبا د هغو خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی ځکه چې يو خو دوی ته حکومتي مالي مرستې نه ورکړی کيږي او بل مزدوري يې هم نشته نو که حکومت ددغو خلکو مرستې نه شي برابرولی بيا دې خپلو علاقو ته ستانه کړي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي دا هغه پېسې دي چې د لومړي سر نه کډوالو ته ورکولی شي، او تر څو چې دغه خلک د بې کورۍ ژوند کوي نو مونږ ورته فنډ لرو او د میاشتې به هرې کورنۍ ته 12 زره روپۍ ورکوو، دا سمه ده چې په 12زره به دومره کار نه کېږي خود نشتوالي نه دا هم ښه دي او دوی ته اته زره روپۍ د راشن دپاره هم ورکول کيږي.

د مالي مرستو د وروستو والي يا ځنډېدو په اړه داوړ وايي دا پېسې راتلل د يو عمل نه تيريږي او په هغې وخت لګي ځکه دا وروستو کيږي داسې نه ده چې په ارادې سره وروستو کولی شي.

د کډوالو د بيرته ستنولو په اړه هغه وويل تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د شمالي وزیرستان ټول پاتې بې کوره شوي خلک به کله خپلو سیمو ته ور ستانه شي، خو وایي څومره زر چې کېدی شي د خلکو د ستنولو پلان به جوړوي.

يو امنيتي چارواکي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې په سيمه کې د امنيت په اړه وويل د شمالي وزيرستان هغه علاقې چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي هلته د کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دی.

هغه وويل په نزدې وخت کې به دا علاقې پاکې کړی شي او کډوال به بيرته ستانه کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه په کال 2014م کې د ضرب له امله د سرکاري شمېرو ترمخه يو لک درې زره کورنۍ کډوالې شوې وې، خو په دوی کې افغانستان ته کډه شوي خلک نه وو شامل.

د سرکاري شمېرو ترمخه په کډوال شوو کې چې کره شمېره يې بيا 87زره کورنۍ مالومې شوې وې چارواکي وايي په دوی کې اوس يواځې دغه 15 زره کورنۍ پاتې دي نور کډوال بيرته لېږل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG