لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعظم معاون فیصل سلطان په چمن پوله دکرونا اؤ پولیو د ویکسین دلړۍ جاج اخستی


د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړی معاون ډاکټر فیصل سلطان وروسته له هغې دجمعې په ورځ دافغانستان سره دلګیدلې چمن سرحدي ضلعې څخه لېدنه کړې چې مطبوعات وایي دغلته دپولیو اؤ کرونا وایرس د ویکسینو نه دانکاري خلکو شمیره ورځ تر بلې زیاتیري.

ډاکټر سلطان وایي دپاکستان حکومت افغانستان سره پخپله ګډه پوله دپولیو اؤ کرونا وایرس دمخنیوي دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

هغه د سیمې په چارواکو ټينګار کړی چې خلک د کرونا اؤ پولیو ضد ویکسین لګولو ته قانع کړي اؤ په دې لړ کې نور هم چټک ګامونه واخلي.

دچمن سرحدي پولې څخه دلېدنې په مهال دغلته یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ډاکټر فیصل سلطان ویلي دا مهال یوازې په افغانستان اؤ پاکستان کې دپولیو وایرس شتون لري .

خو هغه دا هم ویلي چې دپاکستان دپاره دا ستره کامیابي ده چې په تیرو شپږو میاشتو کې دپاکستان دننه دپولیو یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

نوموړي وویل په روان کال کې دپاکستان دننه یوازې یوه دپولیو پېښه مخې ته راغلې ده اؤ هغه هم په چمن سرحدي ضلعه کې ریکارډ کړل شوې وه ځکه نو هغه چمن ته ددې دپاره ورغلی چې دلته دپولیو دمخنیوي دکمپاین جاج واخلي.

د وزیراعظم ځانګړي معاون دافغانستان سره لګیدلې دچمن پولې باب دوستي دروازې اؤ دغلته دپولیو اؤ کرونا وایرس دمخنیوي د ویکسین د مرکز څخه لیدنه هم وکړه اؤ هلته یې دپولیو اؤ کرونا وایرسونو دمخنیوي دپاره دشوؤ ګامونو جاج واخستو.

سیمې نه د ډيوه دخبریال د رپورټ له مخې په دغه مهال د وزیراعظم ځانګړي معاون ته د روغتیا محکمې چارواکو دپولو دواړو غاړو ته دعادي خلکو دتګ راتګ په مهال هغوئ ته د ویکسین لګول کیدو په اړوند معلومات ورکړل.

کله چې د وزیراعظم معاون دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې څخه لېدنه کوله نو په دغه مهال پوله دعادي خلکو پرمخ تړل شوې وه.

ښاغلي فیصل سلطان په پوله خپلو خبرو کې ویلي نړۍ دا ګمان نه کولو چې ګنې پاکستان کې به په یوه ورځ لسو لکو خلکو ته کرونا ضد ویکسین لګول کیږي خو دا دحکومت ستره کامیابي ده چې دکرونا دمخنیوي دپاره یې دویکسین لګولو لړۍ چټک کړې اؤ روزانه په لکونو خلک دا ویکسین لګوي.

هغه دپاکستان اؤ افغانستان د ګډې پولې څخه خپله دا لېدنه په داسې مهال کړې چې په چمن سرحدي سیمه کې دپولیو اؤ کرونا وایرس د ویکسین په ضد منفي پروپیګنډې په زور کې دي.

مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په دغه سیمه کې زیات خلک د ویکسین لګولو نه انکاري دي.

سیمه ییزو چارواکو سره په لېدنه کې ډاکټر فیصل سلطان په هغوئ ټینګار کړی چې باید دسیمې دخلکو ویکسین ته تشویقولو کې خپل کردار نور هم ګړندی کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG