لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون قامي جرګه:پاکستان نه په زرګونو وسله وال د"جهاد"په نوم افغانستان ته روان دي


دسیمې اؤ افغانستان په حالاتو اؤ دپښتنو په بد وضعیت دغور کولو دپاره په چارسده کې روانې پښتون قامي جرګه کې دپاکستان په افغان تګلاره کلکې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې دپاکستان نه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د"جهاد" په نوم روان دي اؤ دافغانستان امن یې تباه کړی.

دافغانستان ولمسشر اشرف غني هم په دې ورورستیو کې ویلي دپاکستان نه نزدې ورځو کې لس زره وسله وال افغانستان ته اوښتي اؤ هلته بریدونه کوي خو پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ وایي افغان دولت دخپلو ناکامیو پړه دپاکستان غاړې ته اچول غواړي.

دخالي یا شنبې په ورځ چارسده کې دمزدور کسان پارټۍ په تابیا پیل شوې پښتون قامي جرګه کې دبیلابیلو ملت پاله سیاسي ګوندونو،تحریکونو اؤ مدني سازمانونو مشران برخه لري.

دعوامي نیشنل ګوند وتلی مشر اؤ څېړونکی ښاغلی خادم حسین وایي دا جرګه تیرکال دپښتنو دشوې قامي جرګې د۲۱نکته ییزې اعلامیې په تسلسل کیږي کومه چې په باچا خان مرکز پېښور کې شوې وه.

نوموړي په ټویټر لیکلي د مزدرو کسان پارټۍ دسیوري لاندې راجوړه شوې د پښتنو دې قامي جرګه کې دپښتونخوا،افغانستان دسیاسي حالاتو اؤ روان وضعیت جاج اخستل کیږي.

جرګه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب ددغه تحریک مشر منظور پشتین،دقامي وطن ګوند په استازیتوب افتاب احمد خان اؤ سکندر خان شیرپاؤ شیرپاؤ.دعوامي نیشنل ګوند په استازیتوبایمل ولي خان اؤ میا افتخار حسین،دپښتونخوا ملي عوامي ګوند په استازیتوب مختار خان یوسفزئ،دمدني ټولنې په استازیتوب شکیل وحیدالله اؤ دمزدور کسان پارټۍ دمشرانو ترڅنګ ګڼ شمیر نور سیاسي اؤ ټولنیز شخصیات برخه لري.

جلسې ته دخپلې وینا پیل دعوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان په دې ټکو کړی چې” په لر اؤ په بر، الله اکبر؛ نه ورکوؤ دا ځلې سنګر، الله اکبر”

ایمل ولي خان دافغانستان په اړه دپاکستان په پالیسیو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ باید ددې هیواد کورنیو چارو کې دلاسوهنې نه ډډه وکړي.

هغه وویل تور ولګولو چې دا مهال دپاکستان نه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جهاد په نوم اوړي اؤ هلته یې اور بل کړی دی.

هغه وویل پاکستان ته په دې ورځو کې دترهګرو جسدونه راروان دي چې دلته ورته دپاکستان په ملي بیرغ کې سلامي کیږي اؤ په درناوي دفن کیږي.

ایمل ولي خان وویل "که طالب سپین بولدک قبضه کوي اؤ افغان ځواکونه بیا د ددې قبضې ماتولو اقدام کوي نو دپاکستان د ادارو نه ورته باقاعده ګواښونه کیږي"

دافغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم تیره میاشت تور لګولی ؤ چې دپاکستان دهوايي ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته ویل شوي چې که سپین بولدک کې یې دطالبانو په ضد عملیات وکړل نو دپاکستان لخوا به مقاومت سره مخ شي.

خو دپاکستان پوځ اؤ دبهرنیو چارو د دفتر ویاند د امرالله صالح دا دعوه رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ پاکستان دافغانستان خاوره کې دافغان ځواکونو د هر رقم عملیاتو حق تسلیموي.

ایمل ولي خان وویل دپښتون قام راتلونکی په افغانستان کې د اشرف غني دحکومت سره تړلی دی اؤ داشرف غني ماتې به دټولو پښتنو ماتی وي.

هغه وایي “ځینې خلک وایي چې یو لوري ته طالب دی اؤ بل لوري ته اشرف غني دی خو زه دا خبره نه منم زه وایم چې یو لوري ته دپښتون قام په خاوره امن دی اؤ بل لوري ته دپښتنو په خاوره وحشت دی”

ایمل ولي وایي “اشرف غني په دې وخت کې دافغان قام منتحب استازی دی اؤ افغانستان کې د ایي ایس ایي په څېر لانجې نشته ،هلته الیکشنې کیږي اؤ هلته دا قانون دی چې تر پینځوس فیصدي زیاتې رایې وانه خلې نو ته صدر نه شې جوړیدی”

هغه وویل جنګ داشرف غني اؤ دطالب نه دی بلکې جنګ دپښتنې خاورې دغلامۍ اؤ خودمختارۍ دی.

هغه وویل که نن افغانستان کې دجوړو حالاتو ګوته امریکا ته نیول کیږي نو د تیرو ۵۲ کالو راپدیخوا پاکستان هر ګام دامریکې دخوشحالولو دپاره اخستی دی اؤ خپله خودمختاري یې بائیللې ده.

“که په دې ناسته جرګه کې ماته یو تن ووایي چې پاکستان خودمختاره دی نو زه به ورته دا خپل سیاست پریږدم”

هغه وویل مونږ خپلې سترګې ولې پټوؤ اؤ پوښتنه یې وکړه چې دطالبانو دتربیت مرکزونه چرته دي؟

هغه وایي نن که څوک دپاکستان دامن خبره کوي نو پاکستان پرې خفه کیږي اؤ که څوک دافغانستان دخودمختارۍ خبره کوي نو “صیبان” پرې خفه کیږي خو مونږ به خپلې سترګې نه پټوؤ اؤ حقیقتونه به وایو.

ایمل ولي خان وویل نن چې دافغانستان خلکو ته مونږ نفرت لرو نو پرون چې دغه خلک دکډوالو په شکل کې پاکستان ته راتلل نو ولې ورته مونږ امیلونه په لاسونو کې نیولي وؤ اؤ هرکلی مو ورله کولو ؟

نوموړی زیاتوي دا ځکه چې دافغانستان په جګړه کې مونږ په اربونو ډالر ګټل اؤ دانتهاخوښې ددغه بنیاد په اساس په پاکستان اؤ حتی په چارسده کې داسې خلک شته چې طالبان یې روزلي اؤ هغوئ یې دجهاد په نوم کشمیر اؤ افغانستان ته لیږلي دي.

هغه وویل “دغه ترهګر تاسو نن پاکستان کې راغونډ کړي ،دتحریک لبیک په نوم مو ورله پارټي جوړه کړې اؤ هغې ته مو ورمخکې کړي”

هغه وویل نن دپاکستان د ریاست د لارې پښتانه محفوط نه دي خو ریاست ته وایو چې که تاسو مونږ ته تحفظ نه راکوئ مو مونږ خپل تحفظ پخپله کولی شو خو بیا به مونږ دحالاتو ذمه وار نه یو.

په ټویټر څېړونکي خادم حسین وایي ددې جرکې دلارې مونږ نړۍ ته دا پیغام ورکوؤ چې پښتانه ترهګر نه دی اؤ په امن مئین خلک دي.

هغه وایي دامن دپاره به اوس په هره سیمه کې پښتنو ته دسپینو بیرغونو په لاس لاریونونه کول وي ترڅو دپښتنو دامن غږ تر ټولې نړۍ ورسیږي.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا ویاندې اؤ دصوبایي پارلیمان غړې ثمرهارون بلور هم په ټویټر لیکلي چې دپښتنو په سیمه د توئیدونکې وینې دمخنیوي دپاره دا قامي جرګه یو ستر اقدام دی.

(ددې رپورټ نور جذئیات به درسره زر شریک کړو)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG