لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په مندر برید،مذهبي ګوندونه اؤ تنظیمونه یې په غندنه غلي پاتې دي


د پنجاب رحیم یار خان سیمه کښې د هندوانو په یو مندر برید غندنه د پاکستان حکومت،ستر عدالت اؤ نړۍ کړې ده خو پاکستان کښې موجود دعلماؤ مرکزي تنظیمونه اؤ مذهبي سیاسي ګوندونه پرې غلې دي.

حتی دپاکستان سرکاري مرکزي روهیت هلال کمېتۍ هم ددې برید دغندنې پرځاې دا د پاکستان پرضد یو عالمي سازش ګرځولی دی.

رحیم یار خان کښې په مندر له برید وروسته وزیراعظم عمران خان ددې مندر دبیا جوړولو امر کړی دی اؤ دسرکاري ميډیا ترمخه دمندر دبیا جوړونې کار هم پیل شوی دی.

ستر عدالت یا سپریم کورټ هم ددې برید نوټس اخستی اؤ دبرید کوونکو دنیولو حکم یې کړی دی خو پاکستان کښې د ۲۲ؤ مذهبي اؤ سیاسي ګوندونو ایتلاف، ملي یکجهتي کونسل ددې برید غندنه په ښکاره توګه نه ده کړې.

دیاد کونسل یو ځل بیا ټاکل شوي صدر صاحبزاده ابو الخیر زبیر نه چې کله یو دخبري کا نفرنس په مهال دهندوانو په مندر د برید په هکله پوښتنه وشوه نو هغه یې په ځواب کښې وویل چې اکثریت هم داقلیت په څېر حق لري،

له دې ځواب وروسته خبریالانو بیا د صاحبزاده ابو الخیر نه سوال وکړو چې بیا خو هند اؤ اسرائیل باندې هم دا نیوکه بې ځایه ده چې هلته مسلمانانو سره ناروا سلوک کیږي ځکه چې اکثریت لري نو ځواب کښې ورته د ملي ېکجهتي کونسل مشر وویل چې د هندوانو په مندر دبرید په هکله معلومات نه لري.

نه یواځې دمذهبي تنظیمونو بلکې د پاکستان دسرکاري رویت هلال کمېتۍ مشر مولانا عبدالخبیر آزاد هم چې د رحیم یار خان دې مندر ته تللی دی هغه دا برید یو سازش ګرځولی دی.

مندر څخه له لېدنې وروسته میډیا سره دخبرو په وخت مولانا عبدلخبیر ازاد ویلي دا برید خو د ورانکارۍ یوه هڅه ده خو په ميډیا ددې خبر چلیدل د هند سازش دی.

دپاکستان په میډیا په مندر ددې برید خبر هغه شان نه دی خپور شوې څنګه چې د هند د واک لاندې کشمیر کښې د یوې بدې پېښې خبر په پاکستان کښې په میډيا خپریږي.

خو نړیوالو مطبوعاتي ادارو بیا ددې پېښې ټول جزیات خلکو سره شریک کړې دي اؤ دهند خارجه وزارت هم په دې پېښه پاکستان ته سخت احتجاج کړی دی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کښې اقلیتونه محفوظه نه دي.

رحیم یار خان نه د قامي اسمبلۍ غړی ریاض محمود مزاري وایي پاکستان کښې د ډیر وخت نه د اسلام په نامه تندروي روانه ده اؤ دهندوانو دې مندر باندې له برید وروسته هلته میشت شعیه مسلمانانو ته هم تندروه فکر لرونکو ګواښونه کړي دي.

ریاض محمود مزاري وایي پاکستان کښې اقلیتونو سره هم هغه شان سلوک روان دی څنکه چې هند کښې دی اؤ دپاکستان حکومت بیا هند باندې نیوکې کوي.

تر دې وړاندې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دقامي اسبملۍ غړي اؤ دپاکستان هندو کونسل مشر ډاکټر رامیش کمار ویلي وؤ چې وزیراعظم عمران خان ورته خپله ویلي دي چې مرکزي کابېنه کښې هم ځنې وزیران تندروه فکر لري.

وړاندې اسلام آباد کښې دهندوانو دیو مندر دتعمیر په معامله مطبوعاتو کښې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې دمرکزي کابینې غونډه کښې هم په دې معامله بحث شوی دی اؤ خني وزیران په اسلام آباد کښې د هندوانو د مندر په جوړیدو اعتراض لري.

خو ورستو د مذهبي‌ چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري ویلې وؤ اصل بحث په دې ؤ چې د بیت المال رقم د مندر په تعمیر خرچ کیدای شي اؤ که نه اؤ دا معامله اسلامي نظریاتي کونسل ته لېږل شوې وه اؤ تیر یو کال نه اسلام اباد کښې په دې مندر تعمیراتي کار ولاړ دی.

دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې د هندوانو په یو مندر دغه شان برید شوی وي تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا کرک سیمه کښې هم د هندوانو یو مندر تباه کړی شوی ؤ .

رحیم یار خان کښې په مندر دبرید دقضیې اوریدنې په مهال دسپریم کورټ ستر قاضي ګلزار احمد پوښتنه راولاړه کړې ده که چرې داسې برید د مسلمانانو په یو جماعت شوی ؤ نو بیا به د مسلمانانو څه عکس العمل ؤ؟

Recommended

XS
SM
MD
LG