لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دپوځ په څوکۍ برید کې یو عسکر وژل شوی


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپاکستان دپوځ په یوه څوکۍ ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې دا برید تیره ورځ دشمالي وزیرستان ګړیوم سیمه کې شوی چې دشاهد په نوم دپنجاب دبهاولنګر سیمې سره تړاؤ لرونکی یو عسکر پکې وژل شوی دی.

پوځ پخپل بیان کې ویلي دترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی خو نه یې ده ښکاره کړې دپوځ ځوابي اقدام کې ترهګرو ته څه زیان اوښتی دی اؤ که نه ؟

دپوځ بیان کې دترهګرۍ دجرړو ویستو هوډ ښکاره کړل شوی اؤ ویل شوي چې دپوځي سرتیرو په داسې قربانیو به دپوځ حوصلې نورې هم لوړیږي.

تر اوسه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په پاکستاني ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونو اؤ دهدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې اؤ تر دې پېښې درې ورځې دمخه دجنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی ؤ چې پکې د پاکستان د پوځ دیو افسر یا کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي وؤ.

دتیرې یوې اوونۍ په مهال دغه په جنوبي وزیرستان کې دترهګرۍ څلورمه پېښه وه.

دوه پېښې دتیر اتوار په ورځ په شکتوئ تحصيل کې شوي په يوه چيک پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی او بل ژوبل شوی ؤ.

امنيتي سرچينو ویلي وؤ په بله پېښه کې د ماينونو په پاکولو مامورو سرتيرو باندې ماين چاودنه شوې او دوه نور سرتيري پکې ژوبل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ لدها سب ډوېژن کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پولیس سرتيري په خپل ګاډي (موبايل وېن) کې بیرته د ډیوټۍ څخه ستنېدل او دماين چاودنه پرې شوې وه چې پکې يو سرتيری ژوبل شوی وؤ.

د تیرو پیښو وروسته د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي.

وي او اې ډيوه ته هغه وويل نور په ضلعه کې حالات قابو دي يوازې په لرې پرتو علاقه کې داسې کمې پېښې کيږي.

دغه تازه پېښې چې په کومه علاقه کې کیږي په کال 2009کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي وؤ او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG