لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي دعبېدالله کاسي تښتونه کې ککړ پینځه کسان یې وژلي


دبلوچستان دعوه کړې ده چې دعوامي نیشنل ګوند د وژل شوي مشر عبېدالله کاسي په تښتولو کې ککړ پینځه کسان یې په عملیاتو کې وژلي دي.

مطبوعاتو ته دپولیسو د ویاند لخوا لیږل شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دملک عبېدالله کاسي د تښتولو دپېښې پلټنې یې روانې کړې وې اؤ یو تن یې په دغه تړاؤ نیولی هم ؤ.

دبیان له مخې دنیول شوي تن په ښوونه دې پېښه کې دککړو نورو کسانو دنیولو دپاره پولیسو دپشین سرخاب دافغان کډوالو کیمپ کې پولیسو په یوه کور عملیات ترسره کړل.

پولیس وایي په دغه مهال دکور دننه د موجودو وسله والو اؤ د پولیسو ترمنځ ډزو کې دعبېدالله کاسي تښتونه کې ککړ څلور کسان اؤ یو دهغوئ ملګری چې پولیس ځان سره دغه موقعې له بوتلی ؤ، وژل شوي دي.

پولیسو دعوه کړې چې د نیول شوؤ کسانو د ولکې نه یې وسله هم ترلاسه کړې ده.

پولیسو پخپل بیان کې دا نه واضحه کړې چې عملیاتو کې پولیسو ته کوم نقصان رسیدلی دی که نه ؟

ملک عبېدالله کاسي د جون په ۲۶مه دکچلاک سیمې څخه دهغه دکور سره نزدې وسله والو تښتولی ؤ.

دهغه دتښتونې په ضد عوامي نیشنل ګوند سخت احتجاج کړی ؤ اؤ ددغه ګوند مشرانو پخپلو ویناګانو کې داسې اشارې کولې چې ګنې هغه دهیواد خفیه ایجنسیو پورته کړی دی.

خو دتیر زیارت یا پنجشنبې په ورځ دپشین سیمې څخه دهغه په سړک غورځول شوی مړی په داسې حال کې موندل شوی ؤ چې په لاسونو کې یې زولنۍ پرتېې وې اؤ په بدن یې د ژورو ټپونو نخښې هم پرتې وې.

دملک عبېدالله خاورو ته سپارلو په مهال دبلوچستان دکورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو ویلي وؤ چې د عبېدالله کاسي دتښتولو په پېښه کې د ککړو کسانو پیژندګلو شوې ده اؤ دوئ نیولي هم دي.

هغه د وژل شوي عبېدالله کاسي کورنۍ ته ډاډ ورکړی ؤ چې دې پېښه کې ککړ نور خلک به دوئ منطقي انجام ته رسوي.

اوسنیو عملیاتو کې دعبېدالله کاسي د تښتوونکو د وژلو په اړه دپولیسو لخوا په شوې ده دعبېدالله کاسي دکورنۍ څه غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو په ټولنیزو رسنیو دا پولیسو دعوې ته دشک په نظر کتل شوي اؤ زیاتره ټولنیزو فعالانو پوښتنه کړې چې که عبېدالله کاسي د پیسو دپاره تښتول شوی ؤ نو بیا یې په لاسونو کې هتکړۍ یا زولنې ولې پرتې وي.

باید وویل شي کومې زولنۍ چې دعبیدالله کاسي لاسونو ته په مړینه پرتې وې دغه زولنۍ پاکستان کې قانون پځائ کوونکې ادارې مجرمانو ته اچوي.

وي او ای ډیوه چې کله د پولیسو د دعوې په اړه دعوامي نیشنل ګوند دایالتي مشر اصغرخان اڅکزي څخه دګوند دنظر اخستو هڅه وکړه نو دهغه ګرځنده ټیلي فون هیڅ ځواب نه ویلو.

دپشین دسول هسپتال یو ډاکټر دخپل نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ویلي دپولیسو عملیاتو کې وژل شوي کسان په سرونو په ګولیو ویشتل شوي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG