لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوړ: د حق، رښتیاو او ايين د سرلوړۍ خبره مې کړې شناختي کارډ يې راله بلاک کړی


Muhsin Dawar
Muhsin Dawar

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسبملۍ غړی محسن داوړ وايي، "د حق، رښتياو او ايين د سرلوړۍ خبره مې کړې ځکه يې راله شناختي کارډ بلاک کړی خو پروېز مشرف چې ايين يې چقولی تراوسه ورته هیڅ سزا نه ده ورکړی شوې، دا پاکستان دی".

محسن داوړ په ټولنيزو رسنيو ليکلي، د تيرو دوه مياشتو راهسې يې شناختي کارډ بلاک کړل شوی او د بېنک اکاونټونه يې تړل شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې داوړ وويل د کرونا ويکسين يې لګولو هلته ورته د اندراج په وخت وويل شو چې په نادرا کې يې شناختي کارډ بلاک دی.

نوموړي ويلي په دغه ډول کارونو به هغه د امن دپاره د مبارزې څخه په شا نه شي او د رياست د نقصاني یا تاواني پاليسو پرضد به وېنا جاري ساتي کومو پاليسيانو چې په زرګونو خلک وژلي او دا سيمه يې د ګډوډي او تشدد سره مخ کړې ده.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال فرورۍ په مياشت کې د محسن داوړ او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين او نورو د شناختي کارډونو بلاک کولو او د ناقابل ضمانت نيولو وارنټ يې جاري کړی وو.

پي ټې اېم په کراچۍ کې د تير کال د دسمبر په شپږمه جلسه کړې او په اووم دسمبر پرې مقدمه درج شوې او په مقدمه کې تور لګول شوی وو چې د پي ټي اېم جلسې ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو پرضد ناوړه ژبه کارولې وه.

په ياده مقدمه کې د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر نيول شوی او تراوسه پورې بنديوان دی، او وروسته عدالت د نورو کسانو مفرور ګرځولو او د شناختي کارډونو بلاک کولو حکم کړی وو.

پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي وو او ويلي يې وو د ايين لاندې په پرامنه ډول د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

د منظور پشتين او محسن داوړ د شناختي کارډونو د شناختي کارډونو بلاک کولو پرېکړې ته د پېښور هايي کورټ وکيل او د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر اېډوکېټ لطيف افريدي ويلي وو، چې د شناختي کارډ د بلاک کولو دلارې د یو وګړي په ازاده توګه د ژوند او حرکت حق واخیستل شي د کوم چې ايين ضمانت ورکوي.

پخواني پوځي صدر پروېز مشرف

په کال 2013 کې د پاکستان مسلم ليګ ن سپريم کورټ ته خط لېږلی وو چې د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف پرضد دې د غدارۍ مقدمه وچلوي.

د هغه وخت د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان يو خبري کانفرنس ته په وينا کې ويلي وو پروېز مشرف باندې به د ايين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمه چلول کيږي.

په 2014م کال کې د مارچ په 31مه نېټه عدالت پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف د پاکستان د آيين ماتولو په مقدمه کې په لويه کچه د غدارۍ مجرم بللی وو، خو مشرف په 2016م کال کې د ملا د علاج لپاره دوبۍ ته تللی او د هغې وروسته څو څو وارې د عدالت په غوښتنه هم پاکستان ته نه دی ستون شوی، چې وروسته عدالت هغه اشتهاري ګرځولی وو.

پروېز مشرف په 2007 م کال کې د نومبر په دريمه نېټه د پاکستان آيين معطل کړی وو چې له کبله يې عدالت هغه د غدارۍ په مقدمه کې مجرم بللی وو.

د آيين د ځنډولو په سر د غدارۍ د جرم تر څنګ په پخواني صدر پروېز مشرف باندې د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بټو په وژنه کې هم په 2017م کال کې فرد جرم لګول شوی چې پکې عدالت ته د نه وړاندې کېدو په سر پکې مشرف اشتهاري ګرځول شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG