په پاکستان کې د تجارتي خسارې د زیاتیدو وروسته پوهان وايي دا د حکومت دپاره یو غټ چیلنج دی چه دغه خساره کمه کړي او د روپۍ قدر په ځای وساتي، پوهان وايي د حکومتی دعوو باوجود روان کال د جون په میاشت کی تجارتی خساره د 1.6 اربه ډالره نه په ریکارډ کچه شپږ اربه ډالره ته زیاته شوې ده.
د اقتصاد پوهانو په وېنا د مرکزی بینک لخوا د مداخلت نه کولو له امله روپۍ د فشار ښکار ده او د روپۍ د قدر د کمي سره به ګراني سېوا کیږي او په پاکستان به د قرضونو بوج سېوا شي.
د پاکستان مرکزی بینک وايي د روان مالی 2021/21 د جولايۍ په میاشت کی د روپۍ بيه 3.2 فيصده کمه شوې او د روانې مياشتې اګست په پينځه ورځو کې 0.5 فيصده کمه شوې ده.
په پاکستان کی د پیسو د قیمت ښودلو ویب پاڼې وايي دا وخت په پرانستي مارکیټ کی د روپۍ په مقابله کی د ډالر د اخستو بيه 163.8 روپۍ بيعه 163.8روپئ او ډالر په 164.8روپي خرڅیږي
د اقتصادي چارو کار پوهه مهتاب حېدر وايي د تجارتي خسارې له امله پاکستاني روپۍ د فشار ښکار ده او دا د حکومت دپاره یو چیلنج دی.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل،حکومت دعوه لرله چې د روانو يا جاري کهاتو خساره يې سرپلس کړې خو د روان کال د روان کال په جون کی کرکټ اکاونټ خساره د0.6 اربه ډالره نه په ریکارډ کچه 6اربه ډالره هم زیاته شوې ده.
هغه وویل، له دې وړاندې ترسیلات زر 30فیصده زیات شوي وو خو په جون کی دا زیات والی 10فیصده ته راکوز شوی وو.
د مهتاب حېدر په نظر چې حکومت د ايي اېم اېف سره د قرضونو پروګرام ته بیا کتنه کول غواړي او څو پورې چې د قرضونو پروګرام تازه شوی نه وي پاکستانۍ روپۍ به د فشار لاندې وي ځکه چه مرکزي بینک په مارکیټ کی د ډالر د قابو کولو دپاره مداخلت نه کوي او د روپۍ قدر کميږي.
د پاکستان مرکزی بېنک سټیټ بینک ويي روان کال 2020/21 کې ترسيلات زر 29.3 اربه ډالره ته رسېدلی او په دې کې 27 فيصدي اضافه شوې ده.
د پاکستان د تجارت وزارت وايي په پاکستان کی د کال په سر برآمدات د 22 اربه ډالرو نه 25 اربه ډالرو ته زيات شوی دی.
جرنلسټ صحافي لحاظ علی وايي پاکستان زیاتره خوراکي توکي د بهر هیوادونو څخه راغواړي او د هغی اثر بیا د خوراکي څيزونو په بيو پرېوځي او زياتوي د درامداتو په نتیجه کې پاکستان بهر ته ډالرې ورکوي، دزرمبادله په ذخیره فشار زیات شي او د روپۍ قدر راکم شي نو د دې سره به په پاکستان پورونه يا قرضونه هم زياتيږي.
روان کال په قامي بجټ کې د پاکستان حکومت د اقتصادي پرمختيا شرحه 4.8 فيصده مقرر کړی شوې وه.
په بهر هېوادونو کې د مېشتو پاکستانيانو وزارت وايي، روان کال بهرهېوادونو ته دوه لکه 24زره پاکستانيان د مزدورو دپاره تللي او په کال 2019 کې دا شمېره د شپږ لکه نه سېوا وه او په راتلونکې کې په ترسيلات زر اثر غورځولی شي.