لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د امريکې د دفاع وزير د پاکستان د پوځي مشر سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي


د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان په روانو حالاتو، سیمه ييز امنيت او ثبات، او دوه اړخيزه دفاعي اړيکو باندې خبرې کړي دي.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون په نهم اګست ویلي، لوېډ اسټن د جنرل باجوه سره په سيمه کې د شريکو اهدافو، امنیت او ثبات په اړوند په ټيليفون خبرې کړي دي.

ويل شوي اسټن د باجوه سره په خبرو کې د امریکا او پاکستان د شريکو ګټو په لړ کې اړيکو ته د ودې ورکولو دلچسپي څرګنده کړې ده.

د امریکې د دفاع وزیر د پاکستان د پوځي مشر سره دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې امریکايي او نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او په افغانستان کې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په عين حال کې امریکايي چارواکو په افغانستان کې په روانو حالاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ويل شوي چې په 72 ساعتونو کې د افغانستان د پينځه ولايتونو په مرکزونو طالبانو ورختلي دي.

د پېنټاګون ویاند جان کربي ويلي، په افغانستان کې حالات په ښکاره ډول سم لوري ته نه دي روان.

هغه ويلي لوېډ اسټن د افغانستان په اړوند د نړیوالې ټولنې سره اندېښې شريکې کړي دي.

کربي زياته کړې، د دفاع وزیر يقين لري چې افغان ځواکونه وړتيا لري چې د جګړې په مېدان کې به غټ بدلون راولي.

خو بل لور ته ويل کیږي دغه باور تر دې دمه د طالبانو په مخنيوي کې پاتې راغلی ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه د طالب جنګيالو څخه په شا کيږي او هغوی نور پياوړي کيږي.

د امریکې د دفاع وزير په داسې حال کې د پاکستان د پوځي مشر سره خبرې کړي چې په وروستيو کې د افغانستان د امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه شوې او افغانستان پکې په پاکستان نيوکې کړي چې اسلام اباد د طالبانو ملاتړ کوي.

خو پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي پاکستان د افغانستان د سولې په عمل کې د سهولت کار کردار ترسره کړي او کوي يې خو ضامن نه جوړيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG