لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: يو قامي نصاب د تعليمي نظام د پېچلو مسلو حل نه دی، څيړونکي وايي


د تعليمي چارو کار پوهان وايي د پاکستان تحريک انصاف حکومت ګڼي چې يو قامي نصاب يا ون نېشنل کريکولم د پاکستان د ټولو تعليمي مسلو حل دی خو له بده مرغه داسې نه ده د تعليم مسلې ډېرې پېچلي دي او يو قامي نصاب د دې حل نه دی.

په پېښور کې د تعليمي چارو کار پوهه او د ريتنکنګ اېجوکېشن نومي کتاب ليکونکی او څيړنکار پروفېسر خادم حسېن وايي يو قامي نصاب د تعليمي مسلو حل نه دی. حکومت ته د نورو ډېرو اقداماتو اخستلو ضرورت دی.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې خادم حسېن ويلي، دې سره به مونږ معياري تعليم راولو يا دې سره به مونږ غېر طبقاتي تعليم راولو نو د معياري تعليم او غېر طبقاتي تعليم د پاره يو خو د لګښت او د تدريس او علمي ماحول جوړولو ضرورت وي. که د کلو او ښارونو تر مېنځه يا د طبقو تر مېنځه يا د هلکانو او جينکيو تر مېنځه دغه فرق ختمول وي نو باېد دا د پاليسۍ پر بنياد وشي.

خادم حسین وايي په ايين کې د اتلسم بدلون وروسته تعلیم او نصاب د صوبو اختیار دی او.د وفاق دغه یو قامي نصاب اعلان کول هم د دغه حق خلاف ورزی ده. هغه دا یو غیر آئينی عمل ګڼي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت په ملک کې د يو قومي نصاب جوړولو ويلي او په انتخاباتو کې يې دغه وعدې کړې وې چې د سکولونو نه بهر ټول ماشومان به سکولونو ته راولي، تعليمي معيار به ښه کوي او په ټکنيکل او هنري زده کړو به زور راوړي.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله اداريه کې د تحریک انصاف په دغه ګام نيوکې کړي او ويلي يې په ځای د دې چې 23 ملينه د سکولونه نه بهر ماشومان سکولونه ته راوستل شوی او اسانتیاوي برابرې کړی شوی وی خو حکومت تر ټولو اسان په يو قومي نصاب باندې کار کړی دی.

د باچا خان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن ډاېرېکټر ډاکټر سهېل خان هم په دې حقله وايي د بېلو بېلو ژبو ثقافت او تاریخ لرونکي پاکستان کې یو قامی نصاب غېر منطقی خبره ده. او چا دا نصاب جوړ کړی دا هم واضحه نه ده. ایا د صوبو د تعلیمی ماهرانو اوًد ماشومانو میندو پلارانو رايې اخستلې شوي هم دي؟

نوموړی وايي، د نصاب په موادو کې ډېر داسې څيزونه شته چې هغه تاسو وګورئ نو په هغې کې ډېرې زياتې مسلې دي. که هغه تاسو وګورئ نو په هغې کې يو خاص سوچ او فکر راوستی شوی دی چې ماشومان د خپلې خاورې نه لرې کوي، د خپلې ژبې نه لرې کوي. تاسو وګورئ په دې نصاب کې د خپلو ژبو خبره نشته، د خپل کلتور خبره نشته. په دې کې د نورو قامونو خبره شته، د نورو کلتورونو خبره شته خو چې کوم خپل مقامي علم دی او د قامونو کلتورونه دي د هغې هیڅ ذکر پکې نشته.نو يو پکې دا خبره ډېره زياته ده او نورې هم پکې ډېرې زياتې مسلې دي.

ډاکټر سهېل خان د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک د چيئرمېن په نوم يو خط هم ليکلی دی چې پکې يې د يو قام يو نصاب د څلورم جماعت د معاشرتي علوم کتاب جائیزه اخستو نه پس د دغه نقطو راتلونکي اېډيشن کښې سمولو وړاندېزونه کړي دي.

ډاکټر سهېل خان دغه خط د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک سېکرټري او د کېريکولم اېنډ ټيچرز اېجوکېشن اېبټ اباد ډاېرېکټر ته هم لېږلی دی. ډاکټر سهېل خان په خط کې د کتاب لوستلو نه پس دا نقطې په ګوته کړي دي او وېلي يې دي چې په راتلونکي چاپ کې دې ټېکسټ بک بورډ دا په نظر کې وساتي:

د کتاب په وړومبي باب کې په شهريت او انساني حقوقو بحث شوی دی خو په دې کې د “جمهوري شهريت “ تصور نه دی ورکړی شوی. د دې ښکاره مطلب دادی چې په دې ملک کې يو خاص شهريت دی. د قاميتونو حقوق او د دوی په وسيلو د دوي د اييني اختيار نه شاملولو مطلب زده کوونکي قصدا د خپلې خاورې او سيمې د پېژندګلو نه لرې کول دي.

ډاکټر سهېل خان په خط کې ليکلي دي چې په دې کتاب کې دا خو وېلی شوي دي چې د يو ملک د اوسيدونکيو څه ذمه وارۍ دي خو دا نه دي وېلی شوي چې رياست د وګړو نه څه اخلي او څه ورکوي.

ډاکټر سهېل خان يو بله نقطه هم په ګوته کړې چې په کتاب کې د ملک په بېلا بېلو سيمو کې د کيدونکي تهوارونو او مېلو ذکر شوی دی خو په دې کې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د کېدونکو مېلو هډو څه ذکر نشته.

ډاکټر سهېل خان په يو بل ځای کې وايي چې د څلورم جماعت په دغه کتاب کې د بېلا بېلو ژبو په باب کې د عربۍ، ترکۍ او فارسۍ ذکر شته خو د پښتو، پنجابۍ، سندهۍ، سرائېکۍ او نورو قومي ژبو په اړه پکې هيڅ نه دي وېلی شوي.

ويل شوي د پنجاب حکومت د روانې اګست د میاشتې نه په صوبه کې د اول ټولګي څخه تر پينځم ټولګي پورې په سکولونو او مدرسو کې د یو نصاب عملي کولو ویلي او د ډان په اداريه کې زياته کړی شوې چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې سره د اسلام اباد به دغه ګام عملي کوي، خو سيند صوبې يې مخالفت کړی چې د 18 اييني بدلون وروسته دغه حق د صوبې سره دی.

ډان ورځپاڼې په خپله اداريه کې دا هم ليکلي چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د يو نصاب جوړولو دغه ګام به په ماشومانو کې تنقيدي صلاحيتونه ختم کړي او رټې لګولو ته به يې مجبوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG