لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان پوځ نوی مشر: دښمن دې خپلې لنډې خوشالۍ ژر ولمانځي، دا جګړه به ګټو


واشنګټن ـــ هیبت الله علیزی د افغانستان د پوځ نوی مشر ټاکل شوی او نن یې په کابل کې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه او پخپله لومړۍ وینا کې یې ویلي د وسلوالو په وړاندې روانه جګړه به ګټي.

هیبت الله علیزي ویلي "د خپلو ځواکونو پر تعبیه [ځای پر ځای کولو] چټک کار کوو، ټول امکانات لکه الوتکې، ټانګونه او پرسونل لرو او د خدای په فضل به دغه جګړه ګټو".

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر خپله فېسبوک او ټویټر پاڼه لیکلي، چې لیفټیننټ جنرل یا ډګر جنرل هیبت الله علیلزی او د ځانګړو ځواکونو نوي مشر مېجر جنرل یا تورن جنرل سید سمیع سادات په ځانګړې غونډه کې معرفي شول.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دغو مراسمو کې ویلي، د وسلوالو په وړاندې یې د افغان پوځ مورال لوړ دی:

"دښمن غواړي پر افغانانو بیا تورې ورځې راولي، خو زموږ د سرتېريو مورال لوړ دی او په مېړانه د خپلې خاورې او خلکو مقدسه دفاع کوي. زموږ مسووليت دی چې راتلونکی نسل له جنګه خلاص کړو".

د افغانستان د پوځ مخکیني مشر جنرل ولي محمد احمدزی د شورو- چارشنبې په ورځ په داسې وخت کې له دندې ګوښه شوی چې په دې هېواد کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه تېزه شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت یوې سرچینې وي او اې ډیوه ته د وټسپ له لارې د هغه د ګوښه کېدو خبر تایید کړی وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وایي د جنرل احمدزي پر ځای جنرل هبت الله علیزی د پوځ مشر ټاکل شوی او همدارنګه جنرل سمیع سادات د افغانستان د ځانګړي کمانډو ځواک مشر ټاکل شوی دی.


ولي محمد احمدزی شاوخوا درې میاشتې مخکې ولسمشر اشرف غني د پوځ د مشر په توګه ټاکلی وو، خو له دندې د هغه د ګوښه کېدو سبب تر اوسه نه دی څرګند.

د افغانستان د پوځ نوي مشر ویلي، ".دښمن دې خپلې لنډې خوشالۍ ژر ونمانځي، موږ د خپل اسلامي جمهوريت، خلکو، ملي بيرغ او قراني حکم د پاکې دفاع په حق کې تر مرګه جنګېږو".

د ملي دفاع سرپرست وزير ستر جنرال بسم الله محمدي د پوځي د نوي مشر د پېژندنې په مراسمو کې ویلي، چې له ښاغلي علیزي او نورو امنيتي بنسټونو سره به په ګډه د امنيتي حالاتو د ښه کېدلو لپاره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG